Homeخبرونهط-انو کابل کې ۲ معتادان وژلي

ط-انو کابل کې ۲ معتادان وژلي

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۲۰ مه) د کابل ښار په جوی شیر سيمه کې د طالبانو له لوري د دوو نشه يي معتادانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی.

ځايي سرچينو ويلي، چې دا دوه معتادان پرون د طالبانو امنيتي ځواکونو لومړی وهلي ډبولي او وروسته ېې د چړې په ګوزارونو او بل د ټوپک په ګولۍ ویشتی، چې لومړی ټپي شوی او بيا مړ شوی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دواړو وژل شويو معتادينو جسدونه طالبانو له ځان سره نامعلوم ځای ته بیولي.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ډېر ځله داسې تورونه ردوي.

له معتادانو سره د طالبانو د تشدد او وژونکي چلند په اړه مخکې هم راپورونه ورکړل شو وو.

1 COMMENT

  1. تالبان د انسان په جامه کی هغه وحشی ځناور دی چی پرته له وژلو ځورولو او شکنجه کولو بل هیڅ شی نه پیژنی.
    دا وحشی ځناور داسلام او انسانیت ښکاره دښمنان دی او ټول اسلامی اخلاقی او انسانی قدرونه يی د خپو لاندی کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) لیکوال، ژورنالېست او په تېر جمهوري نظام کې د خوست د والي ویاند، طالب منګل په یوه...