دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد چین استازی ط-الب مقام ته؛د نريوالې اجماع له لارې د افغانستان...

د چین استازی ط-الب مقام ته؛د نريوالې اجماع له لارې د افغانستان ثبات ته کار کوو

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۲۰ مه) د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي یوی سیاویانګ په مشرۍ راغلي پلاوي سره په ارګ کې لیدلي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په دې کتنه کې یوی سیاویانګ افغانستان ته په خپل سفر او دلته په شویو پرمختګونو خوښي وښوده او د چین او افغانستان اوږدمهاله ښو اړیکو ته په اشارې یې وویل، چې چین د سیمې د نورو هیوادونو په څېر له طالبانو سره په تماس کې دی او د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه به تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ وي.

مولوي بیا ویلي، د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه ښه نظریات لري او د دواړو هیوادونو د لا ډېر پرمختګ او هوساینې لپاره باید وده ورکړل شي.

نوموړي زياته کړې: موږ د چین په ګډون له ټولو ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یوو او د چین د ګاونډي په توګه د واحد چین، یوه لاره او یو کمربند او د چین د نورو پراختیایي پروګرامونو ملاتړ کوو.

هغه ډاډ ورکړی، چې هیڅ وخت به د افغانستان خاوره د چین او یا کوم بل هیواد امنیت په خلاف ونه کارول شي.

د طالبانو د اعلاميې په اساس، ملا حنفي چینایي لوري ته د دوی له حاکمیت وروسته په هیواد کې د دري څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسېدو، د عمومي عفوې، د سرتاسري امنیت ټینګښت، د نشه یي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي، د اداري فساد د له منځه وړلو،د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بیان د آزادۍ او د ښځو د حقوقو په ا‌ړه مفصل معلومات ورکړي.

طالبان وايي ،چې د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په تېر یو کال کې په افغانستان کې« په شویو پرمختګونو» خوښي وښوده او ویې ویل، دا ډېر ښه فرصت دی چې د هیواد واګې د طالبانو په واک کې دي او موږ غواړو د بین المللي اجماع له لارې په افغانستان کې د ثبات د تامین لپاره کار وکړو.

نوموړي وویل، چین په تاشکند کنفرانس کې پر افغانستان او د افغانانو پر پانګې د لګېدلو بندیزونو غندنه او د هغو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه، چین د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته بشپړ درناوی لري او موږ به چینایي پانګه وال او کمپنۍ په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوو.

طالب چارواکي د چین د ښه نیت، افغان تاجرانو ته د ویزو د ورکړې او په افغانستان کې پانګونې ته د چینایي پانګه والو د هڅونې قدرداني او په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، مشورتي او نورو برخو کې یې د چین د مشورو او همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه، دا مهال په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ، برېښنا، کانونو او نورو برخو کې د پانګونو ښې زمینې برابرې دي او طالبان په دې برخه کې د ټولو لازمو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده،چې د سیمې هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو منتقدین دوی په دې اړيکو کې په ناکامۍ تورنوي او وايي،چې طالبان د سیمې او نورو هېوادونو سياستونو ته کار کوي،خو په بدل کې افغانستان ته د پام وړ مرستې او له ناورين څخه د ژغورلو لازمه همکاري نه شي جلبولای.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب