دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهط-الب چارواکي: ايران ته به ۳سیمو نه د اوبو پريښودو چارې ژر...

ط-الب چارواکي: ايران ته به ۳سیمو نه د اوبو پريښودو چارې ژر پیل کړو

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۲۰ مه) د ایران د بريښنا د وزیر علي اکبر محرابیان په مشرۍ د دغه هېواد يوه پلاوي طالب چارواکو سره له افغانستان څخه د اوبو تر لاسه کولو په اړه کابل ته سفر کړی.

 طالبانو ویلي،چې دغه پلاوي د دوی د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او دغه راز یې د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي سره لیدلي.

 د طالبانو اعلاميه له ملا منصور سره د شوې لیدنې په اړه لیکلي، چې په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د اوبو او انرژۍ اړوند بېلابېلو مسائلو په اړه رغنده بحثونه وشول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې،په دې لیدنه کې مولوي منصور ویلي چې طالبان، د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند د اوبو په اړه د ۱۳۵۱ هـ ل کال د معاهدې د بشپړې پلي کېدو په اړه ژمنتیا لري.

د ایران د نیرو وزير هم یاد تړون ته، د دغه هېواد ژمنتیا ته په اشارې ويلي چې ایران چمتو دی د بادي برېښنا د تولید، د برېښنا صادرات او د افغانستان لویو ښارونو ته د څښاک اوبو د انتقال په سترو پروژو کې له طالبانو سره همکاري وکړي او په دې اړه خپلې تجربې شريکې کړي.

ويل شوي ،چې د کتنې په پای کې پرېکړه شوې چې د هلمند سیند د اوبو تړون مطابق د ایران د حقابې د ورکړې درېیو ځايونو د ټاکل کېدو په اړه عملي چارې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې ډېر ژر پیل شي.

د طالبانو او ايران د اوبو د هوکړو په اړه وار د مخه د اوبو د برخې افغان متخصصينو او پخوانيو چارواکو له طالبانو غوښتي وو، چې ایران سره دې هیڅ ډول توافق او خبرو ته غاړه نه ږدي.

د هغوی په وینا، طالبان له دې کبله چې د مشروعيت او غير مسلکي توب جدي ستونزې لري، په ناسمو پريکړو او مذاکراتو افغانستان ته خطرناکې هوکړې کولای شي او ایران د دوی د واکمنې ادارې له منزوي توب څخه په همدې فرصت کې د افغانستان د ګټو خلاف او د خپلو ګټو د تامين لپاره استفاده کوي.

طالب چارواکو بيا په دې اړه تورونه او اندیښنې رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب