Home+په اروپا کې د موټرو سرعت ضد ټکنالوژي جبري شوه

په اروپا کې د موټرو سرعت ضد ټکنالوژي جبري شوه

تاند- تر ۲۰۲۴ پورې هر نوی موټر چې په اروپايي اتحادیه کې پلورل کېږي، باید د آی ایس اې په نوم په سرعت ضد ځیرکه ټکنالوژۍ سمبال وي.

په اروپايي اتحادیه کې د عمومي خوندیتوب د مقرراتو پر اساس، د دې اتحادیې په ټولو غړیو هیوادونو کې د موټرو د ټولو ماډلونو لپاره دا شرط ایښودل شوی چې باید د آی ایس اې سیستم ولري. د آی ایس اې منظور د سرعت ځیرک مرستندوی.

د دې پرېکړې له مخې، د ۲۰۲۴ له جولای څخه هر موټر چې په اروپايي اتحادیې کې پلورل کېږي، باید د سرعت ضد سیستم ولري.

تمه کېږي چې دا سیستم به په سړکونو کې ترافیکي پېښې او مرګ ژوبلې کمې کړي.

د اروپا کمیسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، موټر جوړوونکي اوس فرصت لري چې د آی ایس اې له پوټانشیله د لارو د خوندیتوب لپاره کار واخلي.

دا سیستم د موټر د سرعت د کنټرولولو لپاره په لویو لارو کې له اېښودل شویو کمرو اود جي پي ایس له معلوماتو کار اخلي.

د اروپايي اتحادیې له اټکلونو سره سم د آی ایس اې جبري کېدا به په لویو لارو د ترافیکي پېښو له کبله تلفات له ۲۶ تر ۵۰ سلنې پورې کم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...