دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ولسمشر غني د مرکې مهم ټکي؛د جمهوريت په سقوط کې ېې...

د ولسمشر غني د مرکې مهم ټکي؛د جمهوريت په سقوط کې ېې ډېر لوري ملامت وبلل،خو خپله یې ملت نه بښنه ونه غوښته

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۲۰ مه) د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د نظام له سقوط وروسته په خپله لومړنۍ تلويزوني مرکه کې د نظام د سقوط او نورو اړوندو مسايلو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

هغه په دې مرکه کې له ۲۰۰۱ څخه وروسته د امریکا د راتلو وروسته د ياد شوي هېواد پر تګلارې او بې پروګرامۍ له نیوکو پيل وکړ.

نوموړي د امریکا د هغه مهال د دفاع وزیر رمز فیلډ په حواله وويل، چې دغه هېواد له پیله غوښتل چې د خپلو ممکنه ناکاميو پړه به پر نورو اچوي.

محمد اشرف غني په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې ۲۰ کلن حضور له یوه لوري غنیمت او له بل لوري مصیبت وباله،ځکه په وينا ېې له هماغه پيله د يوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره کار ونه شو، پیسې حیف و میل او جنګسالاران پرې وپړسول شول، د طالبانو په نوم زرګونه تنه شکنجه او مظلوم وګرځول شول او په دې برخه کې کابل ته د واک د انحصار او د يوې ولسوالۍ ( پنجشېر) د منګولو خښولو خيانت وشو.

ښاغلي غني په دې برخه کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او ورسره ملګري سياستوال په خاصه توګه په خپل حکومت کې د ده په اصطلاح تپل شوی شریکوال عبدالله عبدالله پړ وباله او عبدالله خو ېې پر ده د ملي خیانت د تور لګولو په غبرګون کې بیرته له ډېرو تورونو سره ملي خاین وباله.

نوموړي حامد کرزي ته د خپل درناوي له يادولو سره- سره هغه يو بې لیدلوري، نالوستی او په دريځونو کې بې ثباته مشر وباله او ويې ويل،چې د ۲۰۰۱ له پیله د هغه د حکومتولۍ ډېرې واګې عملآ د امریکا له استازي زلمي خليلزاد سره وې.

اشرف غني خليلزاد څو مخی، مکار،مفسد،له افغانيت او خپل هويت څخه منکر او د دوحې تړون له کبله افغانانو او امريکايانو سره په دروغ ویلو تورن کړ.

بې واکه شوي ولسمشر ټینګار وکړ،چې حامد کرزي نه یو له فساده ډک حکومتي سيستم په ميراث ورپاتې و، کرزی او عبدالله یې په ۲۰۱۴ کې له کړکېچن وضعیت او حکومت کې د پراخ حضور له کبله د کودتا په هڅو تورن او هم يې په حکومت کې د عبدالله نیمايي واک لرل پر ده د افغانستان د پاشلتيا د مخنيوي لپاره تپل شوې پریکړه وګڼله.

ښاغلي غني د طالبانو اوسنۍ واکمني په کودتايي ډول رامنځته شوې وګڼله او ويې ويل،چې طالبانو سوله نه، بلکې په زوره او افغان وژلو مطلق واک غوښته او امريکايي استازي خلیلزاد ورسره په ناسمو پريکړو د دې حالت په زمينه برابرولو کې مرسته وکړه.

غني زیاته کړه،چې د جمهوريت له سقوط څخه يوه ورځ مخکې يې د خلیلزاد له نقش څخه په رسمي ډول د ټليفوني خبرو پر وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته شکایت کړی و، چې هغه د نوموړي د ګوښه کیدو ژمنه ورسره کړې وه.

ولسمشر غني دا هم وویل،چې د جمهوريت له سقوط څخه مخکې په نړيواله کچه دغه سقوط ته پراخه لابي کیده، ډیرو نړیوالو رسنیو د طالبانو د برياليتوب لپاره د پخوانيو او برحاله پوځي متخصصينو او چارواکو په حواله د جمهوري نظام خلاف تبلیغات کول او طالبانو هم له امریکا سره د هوکړې مطابق پر بهرنيو ځواکونو بریدونه درولي او ټول تمرکز یې د افغان ځواکونو په وژلو او مورال ختمولو و.

نوموړي زياته کړه،چې د جمهوريت د سقوط په وروستيو ورځو کې امريکا د افغانستان بانک له ورسره ايښو بانکي زېرمو څخه په اونۍ کې د دوه سوه میلیونه ډالرو د همېشنۍ راکړې ورکړې پر استفادې بندیز ولګاوه، چې ورسره په بازار کې د افغانيو ارزښت يو دم را ولويد او عامه ذهنیت نور هم سقوط ته متمایله شول.

ښاغلي غني دا هم وويل،چې سقوط نه مخکې ېې سياسي مشرانو ته د دفاع پوره امکانات برابر کړل، خو په دې دلیل چې سياسي قشر خلیلزاد له مخکې طالبانو سره د دوی د تعامل په دروغجنو وعدو سره وېشلی و، سياسي څېرو د پهلوانۍ ټولو دعوو او جنګي ځواک سره میدان خوشې او وتښتېدل.

هغه د جمهوريت په وروستيو ورځو کې د ملي امنیت د رييس احمد ضياء سراج د حکومتي ارزونو او وروسته ېې په یوه مرکه کې د کړو خبرو په استناد وویل،چې په وروستيو ورځو کې د امنیتي سکتور رهبرۍ ورته د طالبانو پر وړاندې د مقاومت د قوت د نه لرلو خبره وکړه او د سقوط په ورځ مخکې له دې چې دفاع وزارت ته د غونډې او وروستيو تدابيرو لپاره ورشي، دفاع وزیر بسم الله محمدي له هېواده تښتیدلی و.

اشرف غني ادعا وکړه،چې په دې ورځ ېې کابینې سره غونډه پلان کړې وه،خو لویه برخه وزيران هېواد نه بهر وو او دی په داسې حال کې هېواد پريښودو ته اړ شو،چې طالبان د هوکړې خلاف نه يوازې کابل ښار،بلکې د ارګ شاوخوا ته رسیدلي او د کابل د تېر ځل د نیولو په شان چې ډاکټر نجيب ېې پر دار ځړولی و، دا ځل د ده د وژلو پلان درلود.

بې واکه شوي ولسمشر د افغانستان د اساسي قانون له مخې تر هغې ځان ولسمشر وباله،چې واک یوه منتخب او مشروع ولسمشر ته نه وي لیږدول شوی.

هغه د طالبانو پر واکمنۍ له نیوکو سره پوښتنه وکړه،چې په یو کلن نه موجوديت کې ېې کرزي، عبدالله، طالبانو او نورو سره متحد شویو مخالفانو ېې د افغانستان د ثبات لپاره څه وکړل؟

ولسمشر غني د طالبانو د ادعا شوي لوی مشر ملا هبت الله يوې منسوبې وینا ته په اشارې وویل،چې هغه ځان د افغانستان بې قانونه، خلکو ته له هر ډول ځواب ويلو او حق ورکولو څخه مستثنی سلطان بولي، ځکه خو هره ورځ د افغانستان کادرونه په ډېرې نهیلۍ او ناچارۍ هېواد نه وځي او يو ستر ناورين رامنځته شوی.

اشرف غني په دې مرکه کې واک ته د ستنیدو لېوالتيا رد کړه او د طالبانو د قدرت پر انحصار ېې له نیوکو سره وویل، چې د دوی لویه برخه پښتانه دي، خو دوی د پښتنو استازیتوب نه کوي، بلکې د جګړې او حکومتولۍ ټولو نه زيات قربانيان ېې بیرته پښتانه دي.

نوموړي نورو قومونو او ژبو سره د طالبانو د تبعیضي چلند يادونه هم وکړه او ويې ويل،چې دغه چارې ېې د افغانستان ملي يووالی خطر سره مخ کړی او طبیعي ده چې د بېلتون غوښتنې او ملي سلامتۍ ته د زيان اړونکو هڅو سبب کیږي.

اشرف غني په وړته وخت کې د افغانستان د پاشلتيا احتمال رد کړ او په دې برخه کې ېې د طالبانو د غير شعوري هڅو له نقدولو سره- سره د افغانستان په دوام او سلامتۍ ډاډ څرګند کړ.

د طالبانو پر حکومتولۍ د پاکستان اغېز بله مسئله وه،چې ښاغلي غني ورته اشاره وکړه او دغه هېواد سره ېې د طالبانو اقتصادي او سياسي تعاملات نقد کړل.

اشرف غني وویل،چې طالبان خپله په شریعت نه پوهيږي، ټول شریعت په ږیره او د پاکستاني ملایانو په فتواوو کې ګوري او دا کار ېې اسلام د بدنامولو سبب شوی.

ښاغلي غني د طالبانو پر وړاندې د جنګي مقاومت مخالفت او ملاتړ دواړه ونه کړل، خو له سیاسي لارې ېې د روان ناورين په حل ټینګار درلود.

هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانيو له ستاينې سره وویل،چې کرزي او شمال ټلوالې ېې بنسټ خراب ایښی و، د جنرالۍ رتبې ېې خرڅیدې، پراخ فساد پکې و او د پاشلتيا يو لامل ېې له دغو ځواکونو څخه د نړیوال ملاتړ د لاس په سر کیدو تر څنګ دا داخلي لاملونه هم وو.

هغه له افغان ځوانانو ګیله وکړه،چې ورسره کلک ونه دریدل، مګر په عین حال کې ېې ورڅخه د حوصلې غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني د مرکې په پای کې ېې په دې اړه،چې افغانستان له رامنځته شویو فرصتونو سمه ګټه وانخيسته، خواشیني وښوده، خو خپله ېې په دې اړه د ناکام نقش لرل رد او ملت نه د بښنې غوښتلو اړتيا ونه منله.

د ولسمشر غني دا مرکه په پراخه کچه له مثبتو او منفي غبرګونونو سره مخامخ شوې ده، چې په تاند ډاټ نیټ کې ېې تعقيبولی شئ.

2 COMMENTS

  1. د ملت نه د نه بښنی دلیل يی هم ډیر ښه روښانه کړ او هغه دا چی ددې په وینا هر څه چی يی په توان کی وو په هغه کی پاتی ندی راغلی ولی د هغو دسیسو چی هیولد يی د شخصی ګټو لپاره د تیارو کندو ته واچوه او دولس ستونې يی د یو وحشی خامار په خوله کی ورکړ د هغه د توان نه پوره نه وو او د بښنې سوال هم نه راپیدا کیږی.
    ددې دسیسو تر شا د امریکا د خاص استازي خلیل زاد او امریکا او همداراز په حکومت کی د ننه او د حکومت نه د باندی د سیاسو نو رول او په فساد کی ککړو کړیو چی دا زمینه هم ورته امریکا تر زیاته حده برابره کړی وه لوی لاس درلود.
    دا هرڅه د ولس د سترګو په وړاندی دی او کولی شی بی پری قضاوت ورباندی وکړی ترڅو د وړ او پړ ترمنځ توپیر وکړای شی.
    یوی بلی مهمی خبری ته يی ګوته ونیوه چی هغه هم زمونږ د سترګو په وړاندی ده چی هغه د افغانستان د ولس د برخلیک د ټاکلو لپاره د سولی خبری وی چی باید هغه د لويی جرګی او ېا هم د قومی او ملی مشرانو له خوا تر سره شوی وای خو له بده مرغه لکه د هر څه په څیر هغه هم د جنګ سالارانو د اولادونو او خپلو خپلوانو له خوا چی ددې اهلیت يی نه درلود ترسره کیدی.
    زما په شخصی نظر ددې ناورین په رامنځ ته کولو کی ټول افغان لاس لری خو یوازی د ونډی په لرلو کی ښايی توپیر ولری. او ترڅو چی ولس خپل حال تغیر نه کړی هیڅوک يی حالت نه شی تغیرولی.

  2. ښکلي تبصره، زه هم درسره سل په سلو کې هم نظره يم.
    د يو لاس نه ټک نه خيژي؛ غني په يواځې ځان هيڅکله نشو کولای هيواد او خلک ددي ناورين څخه وژغوري او له بده مرغه عامو خلکو د تل په څېر خپل مسووليت ادا نکړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب