جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهسراج الدین حقاني: ژر به د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو زېری...

سراج الدین حقاني: ژر به د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو زېری واورئ

تاند(سې شنبه، د ثور ۲۷ مه) د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له سي این این تلویزیون سره په یوه نادره مرکه کې وویل، ډېر ژر به زیری واورئ چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته ځي.

حقاني سي این این ته وویل:«غواړم ځینې وضاحتونه وکړم. داسې هیڅوک نه شته چې د ښځو د تعلیم مخالف وي.»

ده زیاته کړه، اوس هم د ابتدايي ښوونځیو زده کوونکې ښوونځیو ته ځي، د نورو له زده کړو سره هم هیڅوک مخالف نه دي، او نه چا ویلي چې نجونې به قطعاً ښوونځوی ته نه ځي بلکې ویل شوي چې د نجونو متوسطه ښوونځي تر راتلونکې خبرتیا او د میکانیزم تر جوړېدو پورې ځنډول شوي دي، پر میکانیزم کار کېده چې د ابتدايي ښوونځیو په شان د لېسې او متوسطې د دورې زده کوونکې هم ښوونځیو ته لاړې شي.

دا د سراج الدین حقاني لومړنۍ تلویزیوني مرکه ده.

سراج الدین حقاني، چې امریکا او ناټو خپل تر ټولو لوی او خطرناک دښمن باله او د هغه پر سر یې جایزه ټاکلې وه، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تر ډېره په امنیتي دلایلو خپل مخ نه ښوده او عکس یې نه اخیست.

لا هم سراج الدین حقاني د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې، ایف بي آی د مطلوبو کسانو په لیست کې دی او ۱۰ ملیون ډالره جایزه یې نه ده لغوه کړې.

سره له دې چې نوموړی ډېرو ته د طالبانو په منځ کې سختدریځی ښکارېده، خو په تېرو ۹ میاشتو کې ډېرو کسانو ویلي چې د سراج الدین حقاني او انس حقاني چلند نرم دی او د نجونو د تعلیم په شمول په ډېرو ټولنیزو او سیاسي چارو کې د نورو طالبانو په شان افراطي افکار نه لري.

ده سي این این ته د میکانیزم په اړه وویل چې هغه د نجونو له جامو یا یونیفورم سره تړاو درلود:«تعلیم باید د افغانانو د کلتور او د اسلام د اصولو او احکامو پر اساس وي.»

خو په تکرار یې وویل چې ډېر ژر به دا ښه خبر واورئ چې نجونې ښوونځیو ته ځي.

ده له امریکا سره د دښمنۍ په اړه وویل، «تېر ۲۰ کاله د دفاعي جګړې حالت وخو غواړو چې د امریکا له متحدو ایالتونو او نړیوالې ټولنې سره په راتلونکې کې ښې اړیکې ولرو.»

ده زیاته کړه:«موږ دوی ته د دښمنانو په سترګه نه ګورو.»

سراج الدین حقاني په دې ټینګار وکړ چې طالبان د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ نېټه له امریکا سره خپلې لاسلیک کړې موافقې ته درناوی لري چې پر اساس یې طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان له خاورې به د امریکا او لوېدیځ پر ضد کار نه اخیستل کېږي.

سراج الدين حقاني: امريکا سره دښمني نه لرو، ستونزې په ديپلوماسۍ حلوو

1 COMMENT

  1. دا داجنبیو له خوا تربیه شوی غلامان په هڅه کښی دی چی افغان ملت له تعلیم څخه کاملآ لیری وساتی او دا وحشیان د میرمنو حقوق نه په خوا په رسمیت پیژندل او نه ئی اوس ، دا د اسلام دوښمنان کوشش کوی چی نه یوازی د افغان ملت د ژوند ابتدائی شرائيط له مینځه یوسی بلکه د افغان ملت مقدس دین ته هم تهدابی ضرر ورسوی !!! اوس هم ناوخته ندی چی افغان ملت ددی تش په طالبی نامه وحشیانو او تنظیمونو وحشیانو مقابل کښی راپورته شی او د افغانستان استقلال ، اسلام او کلتور ساتل د ځانو ایمانی او وجدانی مسؤلیت پر ځای کړی که افغان ملت دا تاریخی اقدام ونکړی نود افغانستان اسقلال او د افغان ملت مذهب او کلتور له مینځه تلوونکی دی!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب