Homeخبرونهملا هیبت الله هېواد ته د افغان شخصیتونو د ستنیدو لایحه تصويب...

ملا هیبت الله هېواد ته د افغان شخصیتونو د ستنیدو لایحه تصويب کړه

تاند(سې شنبه، د ثور ۲۷ مه) د طالبانو د رييس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، چې لوی مشر یې ملا هیبت الله اخوند زاده (چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) د بهر مېشتو افغان سياسي شخصيتونو د هېواد ته ستنیدو لایحه تایید کړې ده.

نوموړي پرون «له افغان شخصیتونو سره د تماس» په اړه د طالبانو د کمېسیون په ناسته کې وويل: دغه کاري لايحه به ژر اعلان او دا کمېسیون به خپل عملي کار پیل کړي.

د طالبانو سرچينو ويلي، چې دا لایحه به په یوه ځانګړي پروګرام کې اعلان شي.

د دغې لایحې يادونه په داسې مهال ده، چې د طالبانو د اعلان له مخې په نيږدې راتلونکي کې به کابل کې د هېواد د وضعیت او ستونزو په اړه د افغانانو « لویه غونډه» جوړه کړي.

په روسيه کې د طالبانو د رژيم استازي جمال ناصر غروال ويلي، چې دغې ناستې ته د ګډون لپاره بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

د دغې غونډې نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

په افغانستان کې د« لویې غونډې» اصطلاح نوې او خلکو ته ګونګه ده.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون مختلفو افغان او نړیوالو لوریو د افغانستان د ناورين په اړه د خبرو او پریکړو لپاره د لوېې جرګې په جوړیدو ټینګار کړی.

معلومه نه ده، چې طالبان ولې لویې جرګې سره حساسيت لري، خو منتقدین یې باور لري چې طالبان د لوېې جرګې د ترکيب او پریکړو نه وېره لري او د « لوېې غونډې» په نوم په خپله پلوۍ د ملایانو او خپلو پلویانو غونډه غواړي جوړه کړي.

2 COMMENTS

  1. البته د ای اس ای د مشري په ورتګ چې اوس کابل کې مېشت ته، دوی د يو ځوان انتقاد نسي زغملی چې په حقايقو ولاړ وي، نو بیا دا خلک څنګه افغانستان ته ستانه سي، ځان پې تاوان ده؟؟

  2. ولا اصلی پوښتنه خو دا ده چى:
    هغه لایحه به څوک تصویب کړى کومه چى پکى د ډبجیتالی امیرالمؤمنین څخه وغوښتل سى چى دَ نامالوم آباد کلئ( 🇦🇽🇵🇰🇸🇻🇺🇲🦓 پريږدى او خپل وطن! ته تشريف راوړى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...