چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهاردوغان وايي، ممکن په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب...

اردوغان وايي، ممکن په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب غوښتنه ویټو کړي

تاند(سې شنبه، د ثور ۱۷ مه)  ترکیه، چې د ناټو غړی ده، ممکن په دې تړون کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب غوښتنه رد کړي. د ناټو هر غړی د ویټو حق لري.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان فنلنډ او سویډن تورن کړي، چې د تروریزم پر وړاندې یې واضح دریځ نه دی غوره کړی.

د ده اشاره د ترکیې د حکومت مخالفه هغو کرد وسله والو ته ده، چې دغو دواړو هېوادونو پناه ورکړې ده.

په کلونو یونان په ناټو تړون کې د مقدونیا د غړیتوب مخه ډب کړې وه او ویل یې تر څو چې مقدونیا خپل نوم بدل نه کړي، په ناټو کې یې غړیتوب ویټو کوي، بالاخره مقدونیا خپل نوم په شمالي مقدونیا بدل کړ ځکه چې مقدونیا د یونان د یوه ولایت نوم هم دی.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې ان لیندې نن (سې شنبې) په ناټو تړون کې د خپل هیواد د غړیتوب غوښتنلیک رسماً لاسلیک کړ.

د دغه هیواد صدراعظمې مګدالینا اندرسون پرون دوشنبې خبریالانو ته وویل، چې سویډن او فنلنډ ناپیلی موقف پای ته رسوي او حکومت یې پرېکړه وکړه چې په ناټو کې د سویډن سفیر به دې سازمان ته خبر ورکوي چې سویډن غواړي د ناټو غړی شي.

نوموړې زیاته کړه: «روسیې ویلي چې که موږ د ناټو غړي شو نو به په مقابل کې به یې اقدام وکړي.»

دغه اقدام یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د سویډن ګاونډي فنلنډ چې له روسیې سره ۱۳۰۰ کیلومتره اوږده ګډه پوله لري، ورته اعلان وکړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، چې له روسیې سره هم ښې اړیکې پالي، ویلي چې په ناټو تړون کې د سویډن او فنلنډ له غړیتوب سره موافق نه دی او ممکن د دغو هیوادونو د غړیتوب غوښتنه ویټو کړي.

پخواني شوروي اتحاد له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د فنلنډ ۱۰ سلنه خاوره له خپلې خاورې سره یوځای کړه خو له دې سره سره فنلنډ د سړې جګړې په دوره کې ناپیلی پاتی شو.

د فنلنډ ولسمشر ساولي نینستو او د دې هېواد صدراعظمې سانا مارین وویل، چې له پارلمان سره له سلا مشورو وروسته یې هېواد نیت لري چې ډېر ژر ناټو ته د غړیتوب غوښتنه وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب