چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخوند تورخم کې مسافرو ته تمځای جوړ کړ

ملا حسن اخوند تورخم کې مسافرو ته تمځای جوړ کړ

تاند(سې شنبه، د ثور ۲۷ مه) د طالبانو چارواکي وايي، چې رییس الوزرا یې ملا محمد حسن آخند په خپل شخصي لګښت په تورخم کې مسافرو ته یو تم ځای جوړ کړ.

د ځايي چارواکو په خبره، له دغه تم ځاى څخه به هغه کسان استفاده کوي چې پاکستان او افغانستان ته تګ راتګ کوي.

ویل شوي، چې دغه تمځای په پنځه سوه متره مربع ځمکه کې جوړ شوی ، خو د لګښت اندازه یې نه ده ښودل شوې.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي مرستيال مولوي محمد رباني ناصح وويل چې دغه تم ځاى په يوه وخت کې د ۳۰۰ تنو د ځایولو ظرفيت لري.

هغه زیاته کړه چې د دغه تم ځای په جوړېدو سره د مسافرینو ستونزې په ځانګړي ډول په بیړنيو حالاتو کې حل شوې.

مخکې په تورخم کې مسافرین په ځانګړې توګه کله د‌ لارې له تړل کيدو سره په سړک او هوټلونو کې شپو تېرولو ته مجبوریدل.

 ځينې منتقدین بيا باور لري، چې په تورخم کې د طالبانو ډېر تمرکز او هلته د تاسيساتو زیاتول په دې خاطر دي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغې لارې ته د رسمي سرحد د حيثيت ورکولو زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب