چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونههند په کابل کې خپل سفارت پرانیزي

هند په کابل کې خپل سفارت پرانیزي

تاند(سې شنبه، د ثور ۲۷ مه) هند، چې د تېر کال له اګست څخه په افغانستان کې دیپلوماتیک حضور پای ته رسولی، غواړي چې په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي.

هندي رسنۍ وايي چې د طالبانو د حکومت چارواکو ډاډ ورکړی چې سفارت او دیپلوماتان به یې خوندي وي.

د دغو رسنیو پر اساس، اوس د هند د سفارت یوه وړه ډله غواړي چې کابل ته لاړه شي.

دا وړه ډله به سفارت پرانیزي او ورپسې به ښايي کونسلي برخه هم پرانیستل شي چې له کابله افغانانو ته وېزې صادرې کړي. خو سفارت به تر ډېره سمبولیکه بڼه ولري ځکه چې څو تنه ګوته په شمېر دیپلوماتان به لري او تشریفاتي چاې به پر مخ وړي.

دا احتمال شته چې هند ورو ورو په کابل کې د خپل سفارت د کارکوونکو او دیپلوماتانو شمېر زیات کړي.

دې هیواد تر اوسه پورې په کندهار، ننګرهار، مزارشریف او هرات کې د خپلو کونسلګریو د بیا پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان پخوا په افغانستان کې د هند پر کونسلګریو اعتراض درلود او ادعا یې کوله چې دا کونسلګرۍ د پاکستان امنیت ته ګواښ دي.

هند د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۷ مه نېټه د ګڼو نورو هیوادونو ترڅنګ په افغانستان کې خپل دیپلوماتیک مرکزونه بند کړل. یوازې پاکستان، ایران، روسیې او چین خپل سفارتونه بند نه کړل.

هند په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان له جمهوري نظام سره د بیارغونې او پرمختیايي چارو په برخه کې له ۳ تر ۴ ملیارد ډالره مرسته کړې او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې هم مرستو ته دوام ورکړی دی.

هند په وروستیو کې له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو ژمنه کړې چې لومړۍ جوپه یې رارسېدلې او د دوهمې د راستولو بهر دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب