Homeخبرونهسراج الدين حقاني: امريکا سره دښمني نه لرو، ستونزې په ديپلوماسۍ حلوو

سراج الدين حقاني: امريکا سره دښمني نه لرو، ستونزې په ديپلوماسۍ حلوو

تاند(سې شنبه، د ثور ۲۷ مه) د طالبانو د کورنيو چارو وزير او د حقاني شبکې مشر سراج الدين حقاني وايي، چې طالبان له امریکا سره دښمني نه لري او هڅه کوي د ديپلوماسۍ له لارې خپلې ستونزې ورسره حل کړي.

نوموړي له سي این این ټلویزون سره په يوه تازه مرکه کې وویل، چې طالبان امريکا متحده ايالات د ځان دښمن نه ګڼي.

نوموړي په دې مرکه کې ویلي، چې د ديپلوماسۍ له لارې امريکا سره د ستونزو حل غواړي او په دې برخه کې په ځلونو ځلونو هڅې هم شوي دي.

امريکا متحده ايالاتو د سراج الدين حقاني په اړه د معلوماتو د ورکولو یا نيولو په سر له څو کلونو راهيسې۱۰ ميليونه امريکايي ډالره جايزه ټاکلې وه.

د طالبانو د حقاني شبکې مشر په دې مرکه کې د نجونو د تړل شويو ښوونځيو په اړه ويلي، چې دوی د نجونو د زده کړو مخالف نه دي او د بيرته پرانيستلو په میکانیزم یې کار روان دی.

د طالبانو منتقدین بيا دوی په دې اړه په دروغ ویلو تورنوي او وايي، چې دوی په ۹ مياشتينۍ واکمنۍ کې یې ريښتيا هم د یوه میکانیزم د جوړولو وړتیا نه لري؟

د طالبانو دغه لوړ پوړي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې امريکا د ښځو د حجاب په نوم د طالبانو د نویو قیوداتو په غبرګون کې پر دوی د نورو بندیزونو خبرداری ورکړ.

د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو اړيکې د ځینو شنونکو له نظره مرموزې او شکمنې دي.

طالبان بيا ردوي، چې ګواکې د پردې شاته یې په قطر کې له امریکا سره د سولې پر تړون سربېره نورې معاملې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...