Homeخبرونهعمران خان: د وژلو هڅې مې روانې دي، حکومت: نور ساتونکي مو...

عمران خان: د وژلو هڅې مې روانې دي، حکومت: نور ساتونکي مو ورکړل

تاند(سې شنبه، د ثور ۲۷ مه) د پاکستان حکومت د ګوښه شوي صدراعظم عمران خان د هغو ادعاوو په غبرګون کې چې وايي د وژلو هڅې یې روانې دي، نوموړي ته د اضافي ساتونکو د ورکولو خبر ورکړی.

عمران خان څو ورځې مخکې په فيصل اباد ښار کې د يوې وينا پر مهال ادعا وکړه، چې د وژلو هڅه يې روانه ده.

هغه د خپلې دغې ادعا په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او نه ده معلومه، چې خان کوم لوري د ده د وژلو په هڅو تورنوي.

عمران خان له خپلو پلویانو غوښتي، چې که دی ووژل شو، د وژل کيدو قضیه یې تعقيب کړي.

د پاکستان حکومت بيا ويلي، چې د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او استخباراتو ادارې اړوند نوي ځواکونه یې د عمران خان د کور او غونډو د امنيت لپاره ګومارلي دي.

عمران خان تېره میاشت د پارلمان له لوري بې باوره او له واکه ګوښه شو، خو هغه پړه پر امريکا اچولې او ويلي، چې دغه هېواد ته یې نه تابع کیدل د نوموړي خلاف د مخالفو سیاسي ډلو د پاڅیدو سبب شو.

د پاکستان د چارو شنونکي بيا باور لري، چې نوموړی د دغه هېواد د پوځ له لوري ګوښه او ځپل شوی، یا لوبه همداسې ده چې عمران خان به د امریکا د مخالفت له اکټونو سره د پاکستان اوسنی حکومت له امریکا څخه ډېر امتياز اخیستو ته چمتو کوي.

د پاکستان يوه بله پخوانۍ صدراعظمه بينظير بوټو په ۲۰۰۹ کې ووژل شوه، چې پوځ یې پړه د پاکستان په تحريک طالبان واچوله، خو شنونکي باور لري چې د هغې د وژنې تر شا د پوځ لاس و.

د عمران خان په اړه هم يو تحليل دا دی، چې که د پوځ په همغږۍ روان نه وي او ريښتیا مخالفت ورسره لري، د وژلو پلان به يې حقیقت نه لیرې او نیمګړی نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...