Homeخبرونهکابل کې د بریښنا پرچاوي، خلک شکایت ورڅخه لري

کابل کې د بریښنا پرچاوي، خلک شکایت ورڅخه لري

تاند(سې شنبه، د ثور ۲۷ مه) د ګرمۍ د موسم له شدت سره کابل ښاریان د برېښنا له کمښت او پرچاوۍ څخه شکایت لري.

دغه ښاريان‌ د طالبانو په حکومت نيوکه کوي، چې په سالنګ کې د وارداتي برېښنا د پایو له الوزول کېدو وروسته یې د برېښنا په نورماله کيدو کې اقدام نه دی کړی.

د بریښنا د پایو د الوزول کیدو نيږدې دوه اونۍ شوي، خو کابل ښاریان وایي چې بريښنا يې تر اوسه هم ګډوډۍ لري او ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د ښاریانو په وينا، د بریښنا کمښت او نادرکۍ په کابل کې چې د ژوند ډېرې اړتياوې پکې بريښنا سره تړلي دي، د دوی ورځینی ژوند په دې سخته ګرمۍ کې اغېزمن کړی دی.

د طالبانو چارواکو په سالنګ کې د بریښنا د الوزول شویو پايو د ژر رغولو ژمنه کړې وه.

د دغو پايو له الوزولو سره د کابل په ګډون د افغانستان ۱۰ ښارونه د بریښنا د کمښت او نشتوالي له ستونزې سره مخامخ دي.

په دې اړه د بریښنا شرکت له وياند مولوي حکمت الله میوندي سره د خبرو هڅه وشوه، خو په خبرو بریالي نه شوو.

د بریښنا په اړه ورته ستونزه په افغانستان کې پخوانۍ ده او د پرزول شوي جمهوري نظام په وخت کې هم ډېره رامنځته کیده.

هغه وخت طالبان تر ډېره د دې ستونزې په رامنځته کولو تورنیدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...