Homeخبرونهکابل کې يو تن د اهل تشيعو پر جومات د ځانمرګي برید...

کابل کې يو تن د اهل تشيعو پر جومات د ځانمرګي برید د پلان په تور نیول شوی

تاند( چار شنبه ، د سرطان ۲۹ ) ‏‏د طالبانو چارواکو د یوې ویډیو له خپرولو سره ویلي، چې يو تن ېې په کابل کې د اهل تشيعو پر یوه جومات د ځانمرګي برید له ترسره کولو مخکې نیولی دی.

طالبانو دغه کس د داعش ډلې اړوند ګڼلی او ويلي، چې نیول شوي کس د ابو خالد په مستعار نوم په ټولنیزو رسنیو کې د داعش ډلې لپاره د جلب و جذب هڅې کولې.

طالبانو د تورن کس ویډیو هم خپره کړې، چې هغه پکې پر ور پورې شویو تورونو اعتراف کړی دی.

طالبانو په وروستيو ورځو کې په پرله پسې ډول د داعش ډلې د اړوندو کسانو د نیولو خبر ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان له خاورې پر يو شمېر ګاونډيو هېوادونو د داعش ډلې په نوم د بریدونو او خطرونو د زياتوالي خبرونه هم ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...