Homeخبرونهد البيروني پوهنتون د موټر چپه کیدل؛ یو محصل مړ او ۱۳...

د البيروني پوهنتون د موټر چپه کیدل؛ یو محصل مړ او ۱۳ نور ټپيان شول

تاند( چار شنبه ، د سرطان ۲۹ ) ‏‏د کابل-کاپيسا پر لویې لارې د البيروني پوهنتون د محصلینو د سپرلۍ موټر د چپه کېدو په پيښه کې يو محصل مړ شوی او د اتو نجونو په ګډون ١٣ نور زده محصلین ټپيان شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د يادې پېښې په اړه همدومره معلومات خپاره کړي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د ترافيکي پېښو له کبله د مرګ ژوبلې د زیاتیدو راپورونه ورکړل شوي.

پرون په لغمان او څو نورو سيمو کې د طالبانو د جنګیالیو څو رینجر موټرې چپه شول، چې یو شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د طالبانو د کابینې په پرونۍ غونډه کې د ترافيکي پېښو د زیاتېدو د ارزونې په اړه يوه کميسيون ته دنده وسپارل شوه، چې دغه وضعیت وڅېړي او خپلې کابينې ته یې راپور وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...