تاند( چار شنبه ، د سرطان ۲۹ ) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر ( یوناما) د طالبانو د لس مياشتینۍ واکمنۍ او د افغانستان د وضعيت د څرنګوالي په اړه خپلې موندنې او ارزونې په يوه راپور کې په ډاګه کړل.
دغې ادارې ویلي، چې طالبانو د خپلې بیا ځلي واکمنۍ په موده کې زندانیان شکنجه کړي او برقي شارټونه یې ورکړي.
یوناما زیاتوي، چې د طالبانو له واکمنيدو وروسته په افغانستان کې د ملکیانو تلفات کم شوي، خو د داعش ډلې بریدونه دوام لري او لږ تر لږه ۷۰۰ تنه پکې د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته وژل شوي او ۱۴۰۰ تنه نور ټپيان دي.
سربېره پر دې دغه راپور وايي، چې طالبانو لسګونه تنه له مقاومت او داعش ډلې سره د تړاو په تور وژلي، بندیان کړي او شکنجه کړي دي.
طالبانو د يوناما د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې ېې ډېری داسې راپورونه رد کړي دي.
The UNAMA report is based on evidences and facts.