Homeخبرونهکابل کې د داعش خلاف عمليات؛ ط-ان: د تاجیکي ژبې تبلیغاتي ډله...

کابل کې د داعش خلاف عمليات؛ ط-ان: د تاجیکي ژبې تبلیغاتي ډله مو له منځه وړې

تاند( چار شنبه ، د سرطان ۲۹ ) ‏د کابل ولايت لپاره د طالبانو د استخباراتو ریاست وايي چې په ۳۱۵ فامیلي سیمه کې یې د داعش ډلې پر مرکز عملیات ترسره کړي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د دغو عملياتو په پایله کې دوه تنه داعشيان وژل شوي او درې مهم بهرني غړي یې نیول شوي.

طالب چارواکو ويلي، چې له یاد مرکز څخه د خراسان غږ مجلې د تاجکي ژبې برخې نشرات تنظیمیدل او خپرېدل.

په وروستيو ورځو کې د داعش ډلې د فعالیتونو د زیاتېدو تر څنګ د يادې ډلې خلاف د طالبانو د فعاليتونو د زياتيدو خبرونه ورکړل شوي.

داعش ډلې د يادو خبرونو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...