ژباړه : محب الله آرمل
که څه هم چې ماشوم ته شېدې ورکول د حامله کېدو امکان کموي خو سل په سلو کې نه ده.
هغه ميندې چې ماشوم ته تی نه ورکوي او چوشک يا نور خواړه ورکوي، امکان لري له زېږون لس اوونۍ وروسته حمل واخلي خو دغه جريان هم په ښځو کې توپير لري.
ځينې ميندې ممکن له زېږون شپږ اوونۍ ورسته تر يوه کال پورې حمل واخلي. خو هغه ميندې چې ماشوم ته شېدې ورکوي په ځنډ حامله کيږي، ماشوم ته د شېدو ورکولو يوه بله مهمه ګټه دا هم ده چې د سينو يا تي د سرطان مخنيوی هم کوي هغه ميندې چې ماشوم ته شيدې نه ورکوي د سينو په سرطان د اخته کېدو امکان يې زيات دی.
اکثره ميندې ممکن په هغه ټوله دوره کې چې ماشوم ته شېدې ورکوي اومیندواره نه شي، خو په سلو کې لس سلنه مېرمنې چې ماشوم ته شېدې هم ورکوي له لسو اونيو وروسته يې هګۍ فعاليت پیلوي، ۵۰ سلنه مېرمنې بيا داسې وي چې له شپږو مياشتو وروسته يې هګۍ فعاليږي او د حمل اخیستو امکان يې زياتيږي. خو دا هم ممکنه ده چې هغه ټول وخت مور حمل وانه خلي چې دا ماشوم ته شيدې ورکوي.
ځينې ميندې چې فکر کوي ماشوم ته شېدې ورکوي او بل حمل به نه اخلي په اړيکو کې احتياط نه کوي دوی ته پکار ده چې پوره پام وکړي او د ماشومانو تر منځ لږ تر لږه درې کاله فاصله په پام کې ونيسي. که ماشومان په کم وخت او کمه فاصله کې کې نړۍ ته راشي دوه لوی زيانونه اړوي. يو د ماشوم روغتيا ته د ضرر رسېدو امکان زيات وي او ښه نه تغذيه کيږي، روزنه او پالنه يې هم ستونزمنه وي او بل د مور په روغتيا هم ناوړه اغېزې لري او د مور بدني ځواک کمزوری کيږي.
ښه لیکنه ده.
د تی ریدونکونکو ماشومانو د میندو تجربې مختلفی او ځانګړی او مخصوص حالات لری چی ممکن د میندو د نننی جوړښت د څرنګوالی سره مستقیم ارتباط لری.
میندی پوهیږی او کار ئې او چانس ئې او نصیب ئې؛
خو
زه د یو پلار پتوګه د خپلی تجربې پر بنسټ ( نه د توصئې پتوګه بلکه د خاطرې پتوګه ) غواړم ووایم چی خدای پاک را ته په څلورو کلونو څلور اولادونه را په برخه کړه، ددې نعمت یو مزیت دا ؤ چی مثلاً زما او د ماندینې ( احتمالاً ) پنځلس کلنه پاشلې ” ستړیا ” په ښه توګه مدیریت او رامه سوه مانا دا چی ټوله ” ستړیا ” مو په یو ځل ( څلورو کلونو ) کی وزغمل. د خوړو او جامو د کمیت او کیفیت د لګښت سپما او همدارنګه د یو ځائی ژړاوو او شوخیو او بویانو او اِسهال او قبضیت او تبو او کڅوَک او شرِی او …….زغم ئې هم آسانه ؤ.
بل مزیت ئې دا ؤ چی شل دیرش یا څلویښت کلونه وروسته اولادونه یو پر بل دا احسان نه اچوی چی مثلاً :
” ما د فلانی خور یا ورور خدمت کړئ دئ ” ځکه د څلورو واړو د سِن فاصلې دومره لنډی وې چی یوه ماشوم هم د بل د خدمت توان نه درلود او د ټولو خدمت ئې د مور او پلار خصوصاً مور پر غاړه ؤ.
بل مزیت ئې دا ؤ چی مثلاً د ۶ کلونو په اوږدو کی د څلورو واړو د خبرو کیفیت دومره خوږ ؤ لکه د څلورو قناری چوغکو یا خوش زبانه کرَکانو شاعرانه مسابقه.
بل خوندور ( عموماً وایم ) مزیت ئې دا دئ چی کله درې څلور تلواری ماشومان ( کوم چی د سِن فاصله ئې کمه وی ) لوی سی نو نور خلګ ئې د والدینو څخه پوښتنه کوی چی کوم یو ئې مشر دئ البته ددې ښکلی منظرې سره به ډیر والدین مخامخ سوی وی چی ( اکثراً یا بعضاً ) کشر زوی تر مشر زوی په قد او قواره کی غټ ښکاری او یا مشر زوی تر کشر زوی غُل غوندی وی ( شوخی معاف ).
په هره توګه؛
که ما غوندی کسانو ته یو ځل بیا ځوانی را وبخښل سی ( چی ناممکنه ده او فقط یوه وچه آرزو ده ) نو:
دا ځل به:
څلور اولادونه په ۳۷ میاشتو کی.