Homeخبرونهسیګار: امریکا لا هم د افغانستان تر ټولو ستره مرسته کوونکې ده

سیګار: امریکا لا هم د افغانستان تر ټولو ستره مرسته کوونکې ده

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۱ مه) د افغانستان د بیارغونې د څارنې لپاره د امریکا د سرمفتش په وینا، په تېرو درې کلونو کې امریکا له افغانستان څخه د خلکو پر ایستلو او بیا مېشتولو تر ۱۴ ميليارد ډالرو ډېرې پیسې لګولي دي.

د سیګار پر اساس، د دې پیسو ډېره برخه د امریکا پوځي لګښتونه و، چې د تخلیې الوتنې یې وکړې او زرګونه افغانان یې امریکا ته له رسولو وروسته د څو میاشتو لپاره په پوځي اډو کې ځای پر ځای کړل.

د واشنګټن ټایمز د پروني (یکشنبې) راپور له مخې، دا پیسې همداراز له پوځي اډو څخه د افغانانو له وتلو وروسته د هغوی پر بیا مېشتېدو لګولي دي.

له دې سره سره، امریکا د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته افغانستان ته تر ۳ ميليارد ډالرو ډېرې پیسې لېږلې دي، ځکه چې د بایډن اداره هڅه کوي دې جنګ ځپلي هېواد ته د بشرپالنې مرستې په داسي حالت کې زیاتې کړي چې د طالبانو لاس ته ورنه شي.

“د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش او د هغه د ټیم په وروستي درې میاشتني راپور کې ویل شوي، متحدو ایالتونو د افغانانو لپاره تر ټولو لوی مرسته کوونکی پاتې شوی دی”.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...