Homeخبرونهد افغانستان - ایران ګډ هنري - کلتوري نندارتون جوړیږي

د افغانستان – ایران ګډ هنري – کلتوري نندارتون جوړیږي

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۱ مه) ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ د کلتوري تبادلې د زیاتېدو په هدف د هنر او کلتور ګډ نندارتون په کابل کې جوړ شي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال، مولوي قدرت الله جمال، په کابل کې د ایران سفارت له کلتوري اتشې ډاکتر سید روح الله حسیني سره په دې اړه خبرې وکړې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت باختر آژانس ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ناسته کې د ګرځندوی، کلتور او هنر په برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وشوې.

ډاکتر حسیني د افغانستان او ایران د ګډ هنر او کلتوري نندارتون د ترسره کولو پلان اعلان کړ او د افغانستان پلاوي ته یې، چې مشري به یې مرستیال وزیر جمال کوي، ایران ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزني ګیرو ولسوالي | اسدالله بلهارجلالزی

د سپینې خولې مزه دې ډېره چې پرې یې نه ږدې، د ګېرو په ډېرانونه ګیرو د غزني له اتلسګونو ولسوالیو څخه ده چې د غزني...