Homeخبرونهکرزی:د نجونو د ښوونځيو تړل د پردیو له شومو اهدافو څخه دي

کرزی:د نجونو د ښوونځيو تړل د پردیو له شومو اهدافو څخه دي

تاند( جمعه ، د سرطان ۳۱ ) ‏د ‎افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی له مشخصې اشارې پرته د افغانستان د نجونو له شپږم څخه د پورته ټولګيو تړل کیدل د پرديو له شومو اهدافو څخه ګڼلي دي.

د هغه د دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې په ‎کنړ کې د دیني علماوو، مشرانو او مخورو د هغې غوڼډې کلک ملاتړ او هرکلی شوی، چې پکې له شپږم ټولگي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو غوښتنه شوې.

اعلامیه زیاتوي:« پخوانی ولسمشر د هیواد ترقي او آبادي د نجونو او هلکانو په تعلیم پورې تړلې بولي او له اسلامی سرپرست حکومت نه غواړي چې پدې اړه د هېواد د علماوو او مشرانو ږغ ته احترام وکړي او د نجونو ښوونځي بیرته پرانیزي څو په دې توگه د پردیو شوم اهداف ناکام او خپل خلک او هېواد د روښانه راتلونکې خاوندان کړو.»

حامد کرزي مخکې په دې برخه کې پاکستان ته کنايوي اشارې کولې.

نوموړي د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان هغو خبرو ته هم توند غبرګون ښودلی و، چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو له تړل کيدو ېې ضمني دفاع کړې او ویلي وو، چې د نجونو ښوونځيو ته نه استول د افغانانو يو فرهنګي خاصيت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...