دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمولوي کبير: د هېواد اقتصاد په ښه کیدو دی، د ټولو مامورينو...

مولوي کبير: د هېواد اقتصاد په ښه کیدو دی، د ټولو مامورينو معاشونه په وخت ورکول کېږي

تاند( جمعه ، د سرطان ۳۱ ) ‏‏د طالبانو د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په سپېدار ماڼۍ کې د ځدراڼ قوم له سپين ږيرو او مخورو سره لیدلي.

د هغه مطلبوعاتي دفتر وايي، چې په دې کتنه کې قومي مشر حاجي زنګي خان ځدراڼ د نورو په استازيتوب خبرې کړي او له طالبانو د ملاتړ ترڅنګ يې د خپل قوم ټولنيزې او اقتصادي ستونزې شريکې کړي.

 مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي:« د ولس پرمختګ او د هغوی ټولنيزه او اقتصادي هوساينه زموږ له لومړيتوبونو څخه ده. د هيواد اقتصادي وضعيت د ښه کېدو په حالت کې دی، د ټولو مامورينو معاشات پر وخت ادا شوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې خلک بیا ورځ تر بلې د فقر او اقتصادي ناورين له شدت څخه شکایت کوي او طالب مشران تورنوي، چې د اقتصادي امکاناتو تر څنګ ېې د واک او قدرت له انحصار سره تصور دا دی، چې ټول ملت به د دوی په شان د اقتصادي هوساينې پر لور روان وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب