دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهلغمان کې پر مرسته غوښتونکو بېوزلو د ط-انو هوايي ډزې؛‌‌ يو تن...

لغمان کې پر مرسته غوښتونکو بېوزلو د ط-انو هوايي ډزې؛‌‌ يو تن وژل شوی، ۴ ټپيان دي

تاند( جمعه ، د سرطان ۳۱ ) ‏‏د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې پرون د طالبانو جنګياليو د بې نظمۍ د سمولو لپاره د مرسته غوښتونکو بېوزلو پر جوپې هوايي ډزې کړي، چې يو تن پکې وژل شوی او ۴ نور ټپيان دي.

 يوه باوري سرچینه وایي، چې مرسته د مهترلام ښاروالۍ ته څېرمه د یوې موسسې له لورې وېشل کېده، چې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه.

ويل شوي،چې د ډزو له کبله د وحیدالله په نوم د پشه يي سیمې یو ملکي وګړی ووژل شو او څلور نور ټپيان شول.

څو میاشتې مخکې په لغمان کې د پاسپورټ ریاست د مراجعینو پر کتار هم طالبانو ورته ډزې کړې وې، چې يو شمېر کسانو ته ېې مرګ ژوبله اړولې وه.

طالب چارواکو او وياندويانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب