چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+د سېټو تړون هدف او غړي یې

د سېټو تړون هدف او غړي یې

مینه احمد

د سړې جګړې په لړ کې د ناټو او وارسا له نظامي تړونونو پرته یو بل تړون چې د سړې جګړې د سیالۍ زېږنده و، سېټو نظامي تړون و، سېټو (SEATO) د (South East Asia Treaty Organization) لنډه بڼه ده یعني د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو دفاعي تړون. د ناټو او وارسا تړونونو په څېر د سېټو تړون په یوه غړي هیواد تېرې په ټولو تېری بللی او ټول غړي یې مکلف کول چې په ډله یزه توګه ترې دفاع او ساتنه وکړي. دا تړون هغه وخت چې امریکا د ویتنام د جګړې لپاره تیاری نیوله، په ۱۹۵۴م کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان فوستر ډالس په نوښت جوړ شو.

امریکا، اسټرالیا، بریتانیا، فرانسه، نیوزیلنډ، پاکستان، فیلیپین او تایلینډ په کې غړیتوب درلود او مرکز یې د تایلینډ بنکاک ښار و،.

 که څه هم له دې تړون څخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ډالس موخه د ویتنام د جګړې لپاره د ډله یز ملاتړ لاسته راوړل او د اسیا په ختیځ کې د کمونیزم مخنیوی و، خو هر هېواد د ځانګړې انګېزې له مخې د تړون غړیتوب ترلاسه کړی و.

 د امریکا اساسي هدف د کمونسټانو په مقابل کې د یوې نظامي اتحادیې رامنځته کول و. بریتانیا بیا غوښتل چې د سېټو له طریقه له چریکي ډلو سره مبارزه وکړي، پاکستان په دې فکر د سېټو غړیتوب منلی و چې له هندوستان سره د مقابلې لپاره به د سېټو مرسته ترلاسه کړي، فیلیپین له کوم هیواد سره ښکاره شخړه نه درلوده، خو په راتلونکې کې د خپلې نظامي او اقتصادي پياوړتیا خوبونه یې لیدل او په همدې موخه له دې تړون سره یوځای شوی و، اسټرالیا او نیوزیلنډ بیا د اسیا په جنوب ختیځ کې د ډ‌له یز امنیت له کلکو پلویانو څخه ګڼل کېده، فرانسې چې له هند او چین څخه د وتلو په حال کې وو، غوښتل چې په راتلونکې کې د تړون له لارې خپلې ګټې خوندې کړي، ولې په ټوله کې د سېټو د تاسیس هدف هماغه و، چې پورته مو یاد کړ. همدا سبب و چې د ویتنام د جګړې په لړ کې فرانسې، بریتانیا او پاکستان یوازې دا نه چې د جګړې ډګر ته یې د پوځونو استولو څخه ډډه وکړه، بلکې په کراتو کراتو یې د امریکا دا عمل غندلی او نیوکې یې پرې کړي دي، لنډه دا چې د تړون په دننه کې د یووالي نه شتون و، چې د سېټو ورځې او شپې یې رالنډې کړې او په ۱۹۷۷ م کال کې په رسمي ډول منحل او ړنګ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی