جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهنړيوال سور صليب:افغانستان کې وچکالي دوه چنده شوې

نړيوال سور صليب:افغانستان کې وچکالي دوه چنده شوې

تاند( پنجشنبه ، د سرطان ۲۳ ) ‏‏د سره صليب نړيوالې کمېټې ویلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورين د شدت تر څنګ د لومړنيو خوراکي توکيو بيې په بېساري ډول لوړې شوي او وچکالي دوه برابره زیاته شوې ده.

د يادې کمېټې په يوه تازه راپور کې راغلي، چې د افغانستان سږنۍ وچکالي بېسارې ده.

دغه سازمان زیاتوي، چې د دې وچکالۍ له امله د اوبو او غذايي محصولاتو سرچینې کمې شوي.

ويل شوي، چې له دې کبله د لومړنيو خوراکي توکيو بيې لوړې شوي او خلکو ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

د سره صليب په راپور کې د لومړنيو خوراکي توکيو د پلورونکو په حواله راغلي، چې په تېرو څو مياشتو کې د اوړو، وريجو، غوړيو او نورو خوراکي توکيو بيې دوه چنده شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې مخکې د ملګرو ملتونو په مختلفو راپورونو کې تر څه باندې ۲۰ میلیونه پورې د فقر ځپلو کسانو د شمېر رسیدو خبر ورکړل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب