جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهبامیان ته د ۴۰ زرو سيلانيانو ورتګ؛ يو بهرنی یې ط-انو نیولی

بامیان ته د ۴۰ زرو سيلانيانو ورتګ؛ يو بهرنی یې ط-انو نیولی

تاند( پنجشنبه ، د سرطان ۲۳ ) ‏‏د بامیانو د اطلاعاتو اوفرهنګ طالب رییس وایي چې د اختر په درېیو ورځو کې ۴۰زره کورني او بهرني سېلانیان دغه ولایت ته ورغلي چې ۴زرو یې یوازې تاریخي اولرغونې سیمې کتلي دي.

د نوموړي په وينا، له اختر راوروسته هم تر دې دمه ۱۲زره سېلانیان ورغلي.

هغه وایي چې دګرځندویانو د جذب لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

بل لور ته: سیمه ییزو سرچینو ویلي چې بامیان کې یو بهرنی سیلانی له ترجمان او ساتونکي سره یې د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

ويل شوي،دغه پېښه تېر ماښام داسې مهال شوې، چې د بهرني سیلاني ساتونکي چې یو طالب پوځي و، د بامیان ولایت د مرکز اړوند دره فولادي کې هوایي ډزې وکړې.

د سرچینې په وینا، له دغو ډزو وروسته طالبان سیمې ته ورغلي او بهرنی سیلانی، ترجمان او ساتونکی یې نیولي او په بامیان کې یې د دغې ډلې والي عبدالله سرحدي ته سپارلي دي.

د سرچینې په وینا، بهرنی سیلانی او دوه ورسره کسان د سرحدي تر څارنې لاندې دی.

بامیان کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د دغه کس او ورسره کسانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د باميان تر څنګ په وروستيو کې يو شمېر نورو ولايتونو ته هم د سیلانیانو ورتګ زيات شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب