شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهمجاهد: شېخ سردار ولي زموږ سره بیعت کړی و، قاتلین به یې...

مجاهد: شېخ سردار ولي زموږ سره بیعت کړی و، قاتلین به یې نيسو او شریعت ته سپارو

تاند( پنجشنبه ، د سرطان ۲۳ ) ‏‏د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد د سلفي عالمانو د شورا د مشر شیخ سردار ولي ثاقب د وژل کیدو په اړه غبرګون ښودلی.

نوموړي په یو لړ ټویټونو کې ویلي:« د علماؤ په شهادت رسول د هغو مفسدو عناصرو کار دی چې غواړي مسلمانان په خپل منځ کې سره بدګمانه او په فتنو اخته کړي.»

طالب ویاند زیاتوي:«هیڅ مسلمان افغان باید د دې سترې دسیسې ښکار نشي بلکه په ګډه سره د نظام تر شا ودریږو او دغه فساد غوښتونکي عناصر پیدا او د خپل جرم په سزا ورسوو.»

ذبیح الله مجاهد وايي‏شیخ سردارولي له طالبانو سره بیعت کړی و او د دوی مخالفت یې بغاوت باله.

نوموړی وايي ، چې شېخ سردار ولي تیره ورځ پخپل کور کې دیوتن ورغلي میلمه لخوا په چړو وهل شوی او شهید شوی دی.

د مجاهد په خبره:« د طالبانو امنیتي ځواکونه د قاتل په لټه کې دي چې ان شاءالله پیدا او د شریعت منګولوته به یې وسپاري.»

د افغانستان د نجات حرکت په نوم د يوې سياسي ډلې مشر عمر زاخېلوال له طالبانو غوښتي، چې د شېخ سردار قاتلین پیدا او په سزا ورسوي.

 شیخ سردار ولي ثاقب پرون په کابل کې ناڅرګندو کسانو وژلی دی.

نوموړی د جلال اباد ښار په زړه تالاشۍ چوک کې د ګمرک د زاړه جومات امام و.

هغه په دې جومات او نورو سیمو کې مدرسې او زرګونه زده کوونکي لرل، چې د سلفي نظريې په اساس يې روزل.

شیخ سردار ولي د حنفي مذهب له سرسختو منتقدینو ګڼل کیده او مذهبي تفرقو ته په لمن وهلو هم تورن و.

د‌ دوی سلفي نظريه چې په وهابيت هم مشهوره ده، په نظرياتي لحاظ داعش سره يو شان ګڼل کیږي.

د طالبانو له واکمنيدو سره د سلفي ملايانو او مقتديانو خلاف ډېر اقدامات وشول او په خاص ډول ننګرهار او کونړ ولايتونو کې ادعا کیږي، چې طالبانو دغې نظريې سره د تړاو په تور لسګونه تنه له دې کبله ووژل، چې ګواکې داعشیان دي او يا دغې ډلې ته خلک روزي.

د سلفي نظريې يو شمېر کسانو په مختلفو ځایونو کې طالب مشرانو سره وهم لیدل او د انديښنو د رفع کولو ډاډ یې ورکړ.

سلفي مشران سره له دې ، چې په ښکاره څه نه وايي خو يوې سرچينې ېې تاند ته وويل، چې د شېخ سردار ولي په ګډون ګڼ نور مشران او لارویان یې طالبانو وژلي.

د دوی په وينا، له دې کبله د دوی سلګونه هم فکرانو افغانستان هم پريښی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب