جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههلمند کې ۵۰ تنه نور د کولوا په وژونکې ناروغۍ اخته شوي

هلمند کې ۵۰ تنه نور د کولوا په وژونکې ناروغۍ اخته شوي

تاند( پنجشنبه ، د سرطان ۲۳ ) ‏د ‎هلمند ګرشک ولسوالۍ کې ۵۰ تنه په کولرا یا شدید نس ناستي اخته شوي دي.

روغتیاپالان وایي چې د ناروغانو درملنه یې پیل کړې او وضعیت یې مخ په ښه کېدو دی.

څو ورځې وړاندې د هلمند په باغران ولسوالۍ کې د کولرا ناروغۍ له امله ۱۸ تنه مړه شوي وو.

‏له زابل وروسته هلمند دوهم ولایت دی چې کولرا ناروغي په کې خپره شوې ده.

د دغو ناروغانو د درملنې خپاره شوي عکسونه بيا – بیا څرګندوي، چې ځايي روغتاپالان ېې د لارو کوڅو څنډو ته په لومړنيو صحي امکاناتو د درملنې هڅه کوي.

د طالبانو له بیرته په زوره واکمنيدو سره نړۍ د دوی واکمني په رسميت نه پېژني، چې ورسره ېې مرستې هم په هر اړخيزه توګه له افغانستان سره کمې کړي او روغتيايي سکتور د نورو برخو په شان سخت زيانمن شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...