یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمولوي کبير: د شوروي له ماتې وروسته اسلامي نظام حاکم نه شو،...

مولوي کبير: د شوروي له ماتې وروسته اسلامي نظام حاکم نه شو، خو د امریکا له ماتې وروسته موږ حاکم کړ

تاند( پنجشنبه ، د سرطان ۲۳ ) د طالبانو د رييس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ادعا کوي، چې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته جهادي تنظیمونو په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم نه کړای شو، خو طالبانو د امریکا له ماتې وروسته اسلامي نظام حاکم کړی.

نوموړي دا څرګندونې د شمالي ولايتونو له یو شمېر پخوانیو جهادي قومندانانو سره د لیدنې پر مهال کړي دي.

مولوي کبير ویلي:«د روسانو، امریکا او ناټو په مقابل کې دواړه جهادونه فرض او د تقدیر وړ دي، خو متاسفانه افغانان د روسانو او د هغوی د لاسپوڅي حکومت له ماتې وروسته د اسلامي نظام په ایجاد بریالي نه شول.خو اسلامي امارت د غربي اشغال له ماتې وروسته بریالي شوی چې واقعي اسلامي نظام حاکم کړي.»

د نوموړي په شان نور طالب مشران او چارواکي هم ورته ادعاوې کوي، خو منتقدین ېې وايي چې طالبانو د اسلامي نظام د حاکمولو په نوم میلیونونو افغانان وږي، بې کاره، کډوال، بې برخلیکه، افغانستان بې نظامه، منزوي او لسګونه کاله وروسته بیولی.

هغه تورونه، چې طالبان يې ردوي او بې ځايه تبلیغات یې بولي.

د طالبانو له واکمنيدو سره د اسلامي شريعت د ښه تطبيق په نوم د ټولې اسلامي نړۍ د غوښتنو خلاف طالبانو د سلګونه زره افغان نجونو او ښځينه وو پر وړاندې د نجونو او کار دروازې تړلي، خو اسلامي علما په دې او نورو برخو کې طالبان د اسلام په افراطي او ناسم تعبير تورنوي.

4 COMMENTS

  1. اسلامی نظام دومره نه وی ،اسلامی نظام له خلفای راشدین رضی الله عنهم وروسته امیرالمومنین
    حضرت عمربن عبدالعزیز رح قایم کړی وو ؛ هغه چې له ځانه تر کورنی او د امت تر هر کورَ اسلام حاکم وو،او په اسلامی امت کی یو کس هم مستحق د زکات نه موندل کیده۰
    نو تاسی ته مناسبه خبره دا ده چی ووایاست موږ په نظرکی لرو چې اسلامی نظام ولرو؛ځکه تر اوسه
    موږ مستحق د زکات او ماړه نه یو، کورنی او تجارتونه مو بهر دی ،مکتبونه مو خلاصوی نشو،پوهنتون
    په اهمیت نه پوهیږو ،دمتخصصینو ځای مو په بدوی مجاهدینو اشغال کړی ،د ښځو شمیر اعظمی
    نصاب ته ندی رسیدلی،او دی ته ورته په سلګونو نور خڼدونه په تکاملی مسیر کی لرو ؛بیا که سالم او
    پاک ووتو ،نو کیدای شی ،اسلامی نظام ته څه وکړی شو ،ورنه معذور مو وګڼی۰
    اوسنی لافی مو فضلی او محب ته ورته دی۰

  2. مولویصاحب :
    هارون الرشید۷۸۶-۸۰۸م په اس سپور کومې خواته روان وه چې په لاره کې دهغه وخت یوډېر اوچت عالم ابوالحسن بن حمزه کسایی ۸۰۵م چې په نحو او صرف کې زیرک عالم وه مخې ته ورغی. خلیفه داس څخه کوز شو او په ډېراحترام سره یې جوړ تازه ورسره وکړاو بیایې پوښتنه وکړه چې تاسې ولې زما در بارته نه راخی. هغه وویل مطالعې سره ډېر شوق لرم او فرصت نشته چې در بار ته درشم .خلیفه وویل دومره علم څه فایده؟
    هغه وفرمایل فایده خو یې داده چې خلیفه داس څخه په کوزیدو شو او په ادب سره جوړ تازه کولو باندې مجبور شو.
    فلهذا!دښوونځیو دروازې خلاصې کړی ، دشځو حقوق او نصاب ور وسپاری او په مجموع کې اسلامی کلیمه له هرډول انحصار او محدودیت څخه وژغوری ستاسې اوسنی بېړنی اوتاریخی مسولیت دی اوپه سوشال مېدیاکی دکلام اوبحث ظرافت،تسلط او دکلام عفت داسلامی عرف او عرفان په بڼه دولس په ګته ده.

  3. زما د شوق او ذوق وړ سوژه ده ( د ملا کبیر څرګندونی ).
    داسی ښکاری چی ملا کبیر لږ غوندی هوښیار طالب دئ او د ځینو مسئلو د بربنډېدو څخه خار خوری ( که څه هم تر لمنی لاندی ئې د ملا عمر موټر پارک سویدئ یعنی خېټه ئې په مِتریک حساب دوه نیم مکعب متره ده خو پټو ئې پر اجولې دې څو د خېټی د کوتل لوړی – ژوری ئې د لوستونکو او لیدونکو د سترګو څخه په امان وی).
    امّا اصلی خبره:
    ما همیشه د شوروی د نظامی یرغل په وړاندی فکری سنګر نیولئ ؤ او دا سنګر به همداسی ودان وی خو یو بدلون پکی دا دئ چی مخکی می د شوروی په وړاندی وسله واله او فکری مبارزه جهاد باله خو نن ورځ ئې د آزادۍ جګړه او مشروع دفاع ګڼم. ( جهاد ) یوه پاکه او مقدسه کلمه ده چی ځانته خپل ځانګړئ تعریف لری او هری جګړې ته د ” جهاد ” نوم بخښل د جهاد مفهوم ته سپکاوی ګڼل کیږی.
    دا چی د شوروی د یرغل په وړاندی ټولی غربی نړۍ او مذهبی او غیر مذهبی او حتی مذهبی ضد عناصرو برخه اخیستې وه، یو بل او بېل او ژور بحث دئ امّا د طالب لالا دا استدلال چی ولی د شوروی تر ماتی وروسته سملاسی اسلامی حکومت! نه سو حاکم، د منلو وړ نه دئ ځکه د شوروی ضد بهرنیو قدرتونو په سناریو کی دا مسئله نه وه تعبیه سوې چی ګواکی اسلامی رښتینی حکومت دی را منځته سی او د ( په اصطلاح مجاهدینو ) خپلمنځی جګړې خپله د غربی استعمارګرانو د سناریو د اِعمال یوه برخه وه لکه څنګه چی د شوروی د کمونسټ ګوند د افغانی انډیوالانو تر منځ د ژورو اختلافاتو مسئله د استعمار د نقشو یوه برخه وه.
    په هره توګه، دا به جالبه کیسه وی چی طالب ( د خپلو اعترافاتو پر بنسټ ) د شوروی تر ایستلو یا وتلو وروسته وسله پر مځکه کېښوده او په غار ننوتئ خو دې پوښتنی ته به د جواب توان ونلری چی ولی ئې د امریکائیانو او ناټو تر وتلو وروسته وسله پر مځکه نه کېښوده او د افغان دولت سره ئې جګړې ته ادامه ورکړه؟
    خبری اوږدې دی او ترخې.
    د طالب ماموریت ( د استخدام شرائط ) ئې د زمان او مکان د اقتضاآتو سره مستقیمه اړیکه لری او ددې اقتضاآتو تشخیص یوازی او یوازی له هغه چا سره ؤ او دئ کوم چی د شوروی ضد عناصرو ته ئې وسلې او پیسې او مشورې ورکولې.
    طالب باید دا واقعیت ومنی چی غربی استعمارګرانو بد دام ور ته غوړَوَلئ دئ او پداسی یوه پلیده پروژه کی به ئې ښکیل کړی چی دواړه جهانه به ئې د تورتم سره مخامخ سی.

  4. ښاغلو تاسي به تر کله خلک په د غولوي چي روسان، جهاديان، امريکايان او بلاخره جمهوريانو ټلوته ماته ورکړه وموشړل اسلامي نظام مو حاکم کړ، خو دلته دا ټپوس اولس له تاسونه کوي چي اسلامي نظام يعني څه موږ خو ټول مسلمانان يو نو تاسي په خپلو کړو کي چي تر پخواني نظامونه ښه وي اولس ته کوم برکت رسيدلی فاکتي په ميدان کي ښکاره کړي.
    زه خپله په دي ايمان لرم چي ستا له د چړيانو اوطالبانو افغان عادي اولس په اسلام ښه پوهيږي او هره ورځ يي کاوروي.
    خو د يوه شي يادونه اړين ده چي:
    کمونستانو په ماسوات اولس غلول
    مجاهيدينو په جهاد دا اولس غولول
    تاسو يي په اسلامي نظام اولس غولوي
    ليکن د دريو يو شی سره ګډ ده چه هغه په زور قدرت ته رسول دي.
    يو وخت که دالله رضا وه تاسي به له تاسو نه ښه خلک تاسي وشړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب