یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+دوه میلیون ډالري ساعت

دوه میلیون ډالري ساعت

تاند- دا د نړۍ تر ټولو نری ساعت دی.

ډېر خلک لېواله دي چې ځیرک (سمارټ) ساعتونه واخلي چې د زړه ضربان اندازه کوي، ویډیويي خبرې پرې کېږي او حتي لوبې (ګېم) پرې کېږي، په داسې حال کې به دا تصور ګرانه وي چې څوک دې یو کوکي ساعت واخلي چې یوازې وخت درښيي.

خو د انترسټینګ انجینیرینګ د راپور له مخې، یو ساعت چې ۱ اعشاریه ۷۵ میلي متره پنډوالی لري، په دوه میلیون ډالره پلورل شوی دی.

څرګنده نه ده چې د نړۍ دا تر ټولو نری ساعت به، چې (RM UP-01 Ferrari) نومېږي، د هغه اخیستونکی په څه ډول خلکو ته ښيي او یا به یې څرنګه په لاس کوي.

تر دې وړاندې د قیمت له پلوه تر ټولو کمساری ساعت د نیپال د ملکې په فرمایش په نولسمه پېړۍ کې جوړ شوی و. هغې د نړۍ د هماغه وخت تر ټولو مشهورې ساعت جوړوونکې کمپنۍ (Breguet) ته د یوه داسې قیمتي ساعت د جوړولو فرمایش ورکړی و چې په غاړه یې وي یعني د غاړکۍ کار یې ورڅخه اخیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب