تاند( پنجشنبه ، د سرطان ۲۳ ) د سلفي مذهبي ډلې مشهور ديني عالم شیخ سردار ولي ثاقب پرون په کابل کې ناڅرګندو کسانو وژلی دی.
د نوموړي يوه نيږدې ملګري او بل سلفي عالم شېخ احمد شاه د هغه د وژل کیدو خبر تایید کړی.
شېخ سردار ولي د جلال اباد ښار په زړه تالاشۍ چوک کې د ګمرک د زاړه جومات امام و.
هغه په دې جومات او نورو سیمو کې مدرسې او زرګونه زده کوونکي لرل، چې د سلفي نظريې په اساس يې روزل.
شیخ سردار ولي د حنفي مذهب له سرسختو منتقدینو ګڼل کیده او مذهبي تفرقو ته په لمن وهلو هم تورن و.
د دوی سلفي نظريه چې په وهابيت هم مشهوره ده، په نظرياتي لحاظ داعش سره يو شان ګڼل کیږي.
د طالبانو له واکمنيدو سره د سلفي ملايانو او مقتديانو خلاف ډېر اقدامات وشول او په خاص ډول ننګرهار او کونړ ولايتونو کې ادعا کیږي، چې طالبانو دغې نظريې سره د تړاو په تور لسګونه تنه له دې کبله ووژل، چې ګواکې داعشیان دي او يا دغې ډلې ته خلک روزي.
د سلفي نظريې يو شمېر کسانو په مختلفو ځایونو کې طالب مشرانو سره وهم لیدل او د انديښنو د رفع کولو ډاډ یې ورکړ.
سلفي مشران سره له دې ، چې په ښکاره څه نه وايي خو يوې سرچينې ېې تاند ته وويل، چې د شېخ سردار ولي په ګډون ګڼ نور مشران او لارویان یې طالبانو وژلي.
د دوی په وينا، له دې کبله د دوی سلګونه هم فکرانو افغانستان هم پريښی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
تاند ویبپاڼې ادارې ته !
شیخ سردارولي یو بې ضرره ، سولییز ، تکړه او نوموتی عالم وو، نوموړی په هیڅ ډول مذهبي تفرقو او تبرګنېو کې لاس او ښکېلتیا نه درلوده.
سره د دې نه چې هغه د امام شافعي مذهب پیروی سني مسلمان وو، خو هغه هیڅ کله هم د د احنافو په شمول د هیڅ مذهبي څانګې پسې بدې ردې، نیوکې او یا هم غندنې او دې ورته منفي کړنې عملا او لفظا ندي کړي، د نوموړي ټول فوکس او غور د قران کریم تفسیر، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت په بیانولو راڅرخېدو، او ډیر خلک یې په ختیځ کې د اسلام په دین پوهه او ځیرکه کړل.
یواځینۍ ستونزه دلته دا وه، چې د اوسني نظام چارواکي چې ذهنیت یې دا ډول دی، چې داعش هم سلفي دی، نو باید چې د شافعي فقهې په ټولو پیروانو باید کودتا او فیصله وشي. پداسې حال کې چې د یو ترهګر او عام وګړي تر منځ ډیر واضحه توپیر شتون لري، ترهګر وسله واله مبارزه کوي، او عام وګړي د مدني مقاومت او بیان آزادۍ څخه په ګټه پورته کونې خپل حقوق غواړي. بیا شیخ صیب یو لارښود او رهنما وو، چې د دین زده کړې یې خلکو ته رسولې .
فبأي ذنب قتلت ؟
په کومه ګناه شیخ سردارولي شهید کړای شو ؟
موت العالم موت العالم . د عالم مرګ د ټول عالم مرګ دی.
دا فتنه ده ، ظلم دی، جنایت دی، ناروا ده، طالبانو د الله مخ ته وګورئ او دا ظلم او وحشت بند کړئ !
اې طالبانو !
د الله پاک نه ویریږئ، او د دې مظلومو افغانانو وینې مه توی کوئ، پریږدئ چې په دې وطن کې سوله او سوکالي راشي، مه کوئ د پنجابیانو او انګریزانو په لمسون دا وطن مه تخریبوئ، مه وژنئ خلک، مه منفوره کوئ خلک !! د الله رب العظیم نه ویریږئ .
اصلاََ باید دین ته مراجعه وشی ؛فان تنازعتم فی شیءِِ فردوه الی الله والرسول ان کنتم تومنون بالله
والیوم الاخر۰۰۰۰۰
نو هغه څوک چې شافعی یا سلفی یا مالکی یا حنبلی وی ، بی لدی چی مرتکب د کوم جرم وی،او بی
له فیصلی د قانونی او با صلاحیته محکمی داسی ویشتل او وژل په اسلام کی سابقه لری،که دا وژل
سیاسی او یا نوری جاهلی ریښی لری د امت له معتبرو مراجعو او علماوو نه پوښتنه وکړی
فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون