جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههالنډ نيږدې ۲ سوه افغانان له پاکستان څخه خپلې خاورې ته ولېږدول

هالنډ نيږدې ۲ سوه افغانان له پاکستان څخه خپلې خاورې ته ولېږدول

تاند( چار شنبه ، د سرطان ۲۲ ) د هالنډ حکومت اعلان وکړ، چې ‏‏‏‏‏۱۸۱ افغانان يې تېره شپه په یوه چارتر کړې الوتکه کې له پاکستان څخه خپلې خاورې ته ليږدولي دي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت له ډېرو جزییاتو پرته ویلي، چې ویستل شوي کسان د دوی پر شرايطو برابر وو.

معلومه نه ده، چې دغه کسان د هالنډ اړوند پخواني افغان کارکوونکي وو که د خطر سره مخامخو قشرونو اړوند دي.

په وروستيو کې له پاکستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د لېږد بهیر چټک شوی دی.

د افغانستان د نظام له سقوط څخه وروسته، په سلګونه زره افغانان د طالبانو له ولکې او خطر څخه د ځان ژغورلو او نورو هېوادونو ته د تلو د زمینه برابرولو لپاره پاکستان او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...