شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونههرات کې د موټر سپرلیو ته ۶۰ انتظار ځايونه جوړيږي

هرات کې د موټر سپرلیو ته ۶۰ انتظار ځايونه جوړيږي

تاند( چار شنبه ، د سرطان ۲۲ ) ‏‏‏‏د ‎هرات ښاروالۍ لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې د خلکو د اسانتیا په موخه د دغه ولایت په مرکز کې د ۶۰ تم ځایونو د جوړولو چارې پیل کړې دي.

د هرات طالب ښاروال وایي چې تر اوسه د دریو تم ځایونو د رغولو چارې بشپړې شوي او د ۵۷ نورو کار به هم ډېر ژر بشپړ شي.

په خبره یې، هر تم ځای شاوخوا ۵۰۰ زرو افغانیو په لګښت جوړېږي.

ځايي خلکو د دې رغنیزو چارو د پیل ستاینه کړې او ویلي، چې داسې چارې دې پراخې کړل شي.

په هرات او ځينو نورو هغو سیمو کې، چې نا پښتانه طالبان حاکمان دي، له خلکو سره د طالبانو د چلند د نسبي ښه والي خبر ورکول کېږي.

2 COMMENTS

  1. سلامونه او تیر اختر مبارک !
    که سرلیک کې (انتظار ځای) په تمځای بدل شی ښه به نه وي؟
    موږ اقتصاد والا صرفه جویی کوو او مانوس کلمات خوښوو، خو ادیبان تنوع، تفنن او نوښتونو پسې کرځي. په دې حساب تمځای صرف پنځه ټکی دی، خو انتظـــار ځــای اته ټکی او ډیر ځای هم نیسی. خپه مه شئ. په تمځای کی دری ټکی صرف جویی(سپما) وشوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب