Homeخبرونهنېمروز کې دوو بنو د درېیمې له ضده خپل مېړه وژلی

نېمروز کې دوو بنو د درېیمې له ضده خپل مېړه وژلی

تاند( چار شنبه ، د سرطان ۲۲ ) په نیمروز کې ځايي سرچينو ويلي، چې دوو بنو په دغه ولايت کې په ګډه خپل مېړه وژلی.

سرچېنې وايي، چې وژل شوی کس اسدالله نومیږي او د نیمروز د مرکز زرنج ښار اوسنی او د کندوز اصلي اوسیدونکی و‌.

ويل شوي، چې دغه کس درېيمه مېرمنه هم لرله او دغه پېښه د نوموړې له کبله رامنځته شوې ده.

خبري رسنۍ وایي، دغه پېښه د وژل شوي سړي د دوو لومړيو مېرمنو د وروڼو په مرسته شوې، چې ځینې کسان ېې په تور نیول شوي هم دي.

د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنيدو او د اقتصادي او بشري ناورين له شدت سره په افغانستان کې کورنی تاوتریخوالی زیات شوی او د ډېرو داسې وژنو خبرونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...