شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهترکیې ګواښ کړی چې فنلنډ او سویډن به د ناټو له غړیتوبه...

ترکیې ګواښ کړی چې فنلنډ او سویډن به د ناټو له غړیتوبه منع کړي

داودجبارخیل

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۳ مه) ترکیې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ له غړیتوب وروسته بیا ګواښ وکړ. ترکیې له تیرې میاشتې راهیسې په ناټو کې د سویډن او فنلند د غړیتوب مخه نیولې وه. تېره اوونۍ د ترکیې دریځ نرم شو او د ناټو د غړیتوب لپاره یې د دواړو هېوادونو ملاتړ وکړ.

وروسته له هغه چې ترکیې له ناټو سره موافقه وکړه، په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د شاملولو پر پرېکړې کار پیل شو، خو اوس ترکیې یو ځل بیا خپل دریځ بدل کړی، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه مرکه کې وویل، که د هغې موافقې خلاف څه وشي چې له ترکیې سره شوی، ترکیه به په ناټو کې د سویډن او فنلنډ غړیتوب ویټو کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوې موافقې په اړه خبرې وکړې چې له مخې یې تیره اونۍ سویډن او فنلینډ ترکیې ته د خپلو شکایتونو د حل کولو ډاډ ورکړ او تضمین یې ورکړ چې دوی به د کورد جنګیالیو په وړاندې د ترکیې ملاتړ کوي.

د ترکیې ولسمشر ویلي چې د تړون له لاسلیکولو وروسته هم لوبه د ده له وسه وتلې نه ده او که د ده شرایط پوره نه شي، بیا به هم په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب مخه ونیسي.

ترکیه د ناټو له ګټې او تاوان سره هیڅ علاقه نه لري ځکه چې روسیه د اوکراین په جګړه کې روسیې ته سترګې په لار ده او ترکیه ناټو ته سترګې په لار ده، کله چې د ناټو ټول هیوادونه د روسیې پر ضد توافق ته ورسیدل نو ترکیې مخالفت پیل کړ.

ترکیه په اصل کې غواړي د ناټو هیوادونو ته قناعت ورکړي چې اوس د ۱۹۵۲ کال هغه کمزورې ترکیه نه ده چې د ناټو په خوله یې نڅا کوله او هو یې ورته وویل، ترکیه په دې پوه شوې چې د ناټو هیوادونه لورته محتاج دي.

ناټو نه غواړي چې د ترکیې په څېر یو هېواد له لاسه ورکړي ځکه که ترکیه له ناټو څخه ووځي نو د ناټو دښمنان لکه روسیه او چین به له موقع ګټه واخلي. نو ناټو مجبوره ده چې د ترکیې غوښتنو ته غاړه کښېږدي. ترکیې له سویډن څخه د ترکیې د بېلتون غوښتونکې کورد ډلې پي کې کې د هغو غړیو د ورسپاترلو غوښتنه کړې چې سویډن پناه ورکړې ده. سویډن منلې چې یو شمېر کوردان به ترکیې ته وسپاري یا لږترلږه له خپلې خاورې څخه به یې وباسي.

1 COMMENT

  1. که څه هم هر ګران لوستونکئ له جملې څخه صحیح فهم تر لاسه کولای سی خو بیا هم د متن جمله باید اصلاح سی. د پورته لیکنی په ۱۴- ۱۵ کرښه کی ” روسیه ” دوه ځله تکرار سوېده چی د دوهم ځل ” روسیه ” څخه منظور همهغه ” ترکیه ” ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب