دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Home+پيښور کې  یو کس د نسوارو بيو لوړېدو خلاف ښار والۍ ته...

پيښور کې  یو کس د نسوارو بيو لوړېدو خلاف ښار والۍ ته شکایت کړی

جبارخېل
په ورځني ژوند کې د ضروري شيانو د بيو لوړېدو خلک اندېښمن کړي دي، خو کله چې د خیبرپښتونخوا په برکوهستان ضلع کې نسوار ګران شول نو يو سړی د ډي پي او دفتر ته ورغی او په ګرانه بیه د نسوارو د خرڅولو او د کم وزن په وجه يې د دوکاندار خلاف عریضه وکړه.
 ده په خپله عریضه کې ویلي، د انفلاسیون له کبله د ټولو جنسونو بیې لوړې شوي او حتي د نسوارو بیه هم لوړه شوې چې له هغو پرته یې ګوزاره نه کېږي.
خلک په دې اړه اندېښمن دي چې د نرخونو په دې وخت کې د اړتیا وړ شیان څنګه واخلي، خو د رضا الله په نوم یو سړی چې په خیبر پښتونخوا کې اوسېږي، اندېښنه لري چې ولې د نسوارو بیه لس روپۍ لوړه شوې ده.
ډي پي او ته په خپل درخواست (عریضه) کې رضا الله ویلي چې کم وزن او زيات خرڅ له خلکو سره ظلم دے او حکومت باید دې مسلې ته پاملرنه وکړي او د هغو دوکاندارانو خلاف دې ګام واخلي چې نسوار په لوړه بیه پلوري.
مرستیال کمشنر د رضا الله په غوښتنه عمل وکړ چې په نتيجه کې يې که څه هم نسوار ارزانه نه شول خو د وزن ستونزه یې حل شوه، رضا الله هم د دې انصاف خبره ومنله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب