یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد بلخاب اوسېدونکي د خپلو ښځو په اړه د هشت صبح ادعا...

د بلخاب اوسېدونکي د خپلو ښځو په اړه د هشت صبح ادعا د بلخابیانو سپکاوی ګڼي

تاند(چهارشنبه، د سرطان ۲۲ مه) د سرُپل د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکو د هشت صبح ورځپاڼې دا ادعا چې ګنې طالبانو له هغوی غوښتي چې ښځې ورکړي، سوچ دروغ وبلله او دا ورځپاڼه یې د بلخاب د خلکو په سپکاوي تورنه کړه.

هشت صبح ورځپاڼې پرون په یوه راپور کې، چې سرلیک یې و:(د چهل دختران د تارخ تکرار، دا ځل په بلخاب کې) لیکلي چې «طالبانو د بلخاب اوسیدونکو ته ویلي چې له هرو لسو پېغلو یوه دوی ته ورکړي.»

هشت صبح چې انلاین خپرونې کوي، همداراز ادعا کړې چې د مولوي مهدي مجاهد له وسله والو سره د طالبانو له نښتې او پر سیمې د طالبانو له واکمنېدو وروسته طالبانو د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکو ته اعلان وکړ چې له هرو لسو پېغلو یوه دوی ته وسپاري.

خو د هشت صبح ادعا نه یوازې د بلخاب اوسېدونکو رد کړې بلکې نورو سرچینو هم رد کړې ده.

اوا پریس او تسنیم خبري اژانس په خپلو راپورونو کې د بلخاب د اوسېدونکو او ځايي چارواکو په قول دا ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي چې هشت صبح تل د بلخاب په اړه دا ډول دروغي اوازې خپروي.

دوی په عین حال کې ویلي، سره له دې چې هشت صبح تل دروغ خپروي خو دا ځل یې د بلخاب د خلکو حیثیت او عزت ته سپکاوی اړولی دی.

دواړو سرچینو ویلي چې د بلخاب اوسېدونکي د هشت صبح په دې دروغي راپور سخت غوسه شوي او دا رسنۍ یې شیطانه او د دروغي اوازو خپروونکې بللې ده.

د هشت صبح په اړه ویل کېږي چې د قومي او ژبنیو عصبیتونو تر اغېز لاندې ده او عموماً د افغانستان مسایلو ته له دغو تنګو دریځو ګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب