شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهاحمد مسعود: افغانستان بیا د پخوا په شان د سيمې او نړۍ...

احمد مسعود: افغانستان بیا د پخوا په شان د سيمې او نړۍ لپاره په خطرناک تروريزم بدليدونکی دی

تاند( چار شنبه ، د سرطان ۲۲ ) ‏‏‏د طالبانو پر ضد د مقاومت د يوې ډلې مشر احمد مسعود خبرداری ورکړی، چې افغانستان يو ځل بيا د سيمې او نړۍ لپاره په خطرناک تروريزم بدليدونکی دی.

هغه په يو شمېر شمالي او نورو ولايتونو کې د داعش ډلې فعاليتونو او پراختيا ته په اشارې ویلي، چې د دغه وضعيت پر وړاندې د سيمې او نړۍ د هېوادونو بې تفاوتي به ښې پايلې ونه لري.

د‌ هغه په وينا، ده په ايران کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي سره د ناکامو مذاکراتو پر مهال هم ټينګار کړی و، چې د مذاکراتو له لارې دې افغانستان کې يو موقت حکومت جوړ او ازادو ټاکنو ته زمينه مساعده شي او جنګ بايد د حل لاره ونه ګڼل شي.

د‌ ده په وينا، اوس هم د افغانستان د ناورين پر سوله ييزې حل لارې ټينګار کوي، خو په ورته وخت کې د جګړې لپاره يې تدابير او لښکرې په زياتيدو دي او طالبان به د سولې خبرو ته د نه کیناستو تر وخته په جګړې تر فشار لاندې نیسي.

احمد مسعود ادعا کړې، چې د طالبانو خلاف يې له محدودو جنګياليو څخه د پیل شوې جګړې ليکې اوس تر درې زرو جنګياليو رسيدلي او دا لړۍ نوره هم د پراخيدو په حال کې ده.

نوموړي د دغې جګړې مالي ملاتړي نه دي په ډاګه کړي خو د بريتانيا په ګډون يې پر ځينو هېوادونو له دې کبله نیوکې کړي، چې د طالبانو خلاف د جګړې مخالفت ېې کړی.

احمد مسعود په تازه مرکه کې پر پخواني ولسمشر اشرف غني، هېواد ته په بیرته ستنیدونکو پخوانیو چارواکو او پخواني امريکايي استازي زلمي خليلزاد د افغانستان د نظام په سقوط کې د لاس لرلو تورونه لګولي.

د ده په وينا، پخواني چارواکي چې طالبانو ته ور ګرځي؛ د دوی پخواني نفوذیان وو او خلیلزاد ته ده په ځلونو ویلي وو، چې د افغانستان د سولې په نوم طرحه ېې د افغانستان د بربادۍ طرحه ده.

طالبانو د احمد مسعود څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې ېې د دوی خلاف جګړه بغاوت ګڼلې او په ځپلو ېې ټینګار کړی دی.

1 COMMENT

  1. نن په ارګ کې په پښتو خبرې کیږي څکه هره پروپاګنده وېیل کیږي ، که خبرې په فاړسو شوې بیا به هر تروریزم پټ ساتل کیږي !
    پښتانه باید خپل جهالت پریږدي او په خپلو حقوقو کلک ودریږي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب