Homeخبرونهځاځي اريوب کې د زون په کچه د واليبال سيالۍ پيل شوې

ځاځي اريوب کې د زون په کچه د واليبال سيالۍ پيل شوې

تاند( چار شنبه ، د سرطان ۲۲ ) ‏‏‏د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د زون په کچه د والیبال سیالۍ پیل شوې.

ځایي طالب چارواکو ويلي، چې یادې سیالۍ د پکتیا، پکتیکا، لوګر اوخوست ولایتونو د ۲۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي.

یاده ولسوالۍ ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ده چې د اختر په شپو او ورځو کې زرګونه سېلانیان مېلو ته ورغلي دي.

دغه ولسوالي ښايسته طبیعي منظرې او هوا لري، چې مخکې کلونو کې د طالبانو له لوري نا امنه شوې وې او څوک ډاډه ورتلای نه شول.

په وروستيو کې ډېرو خلکو د یادې ولسوالۍ د اختریزو مېلو عکسونه خپاره کړي او په دې ولسوالۍ کې د سياحتي اسانتياوو د زياتولو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...