دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه بلوچستان کې د سېل د قربانیانو شمېر ۶۵ ته ورسېد

په بلوچستان کې د سېل د قربانیانو شمېر ۶۵ ته ورسېد

تاند(چهارشنبه، د سرطان ۲۲ مه) په بلوچستان کې د پر له پسې ورښتونو له کبله د مړو شمېر ۶۵ ته رسېدلی او تر ۵۰ زيات نور ژوبل شوي دي.

د طبیعي پېښو د نظم صوبايي ادارې پرون (جولای ۱۲مه) وویل چې د بارانونو له کبله، چې د جولای له لومړۍ پیل شوي، تر ۷۰۰ زيات کورونه نړېدلې دي. حکومت ويلي چې  د وسې يا پشکال بارانونو له اغېزمنو سره یې د مرستو لړۍ روانه کړې ده خو ځايي کسان دا مرستې ناکافي ګڼي.  

له بلې خوا په سيند کې د ورښتونو له کبله ۳۷ کسان مړه شوي. د سیند د طبیعي پېښو د نظم صوبايي ادارې پرون ناوخته (جولای ۱۲مه) په خپل راپور کې ویلي چې تر ټولو زيات کسان په کراچۍ کې مړه شوي چې شمېر يې ۲۶ ته رسېدلی دی.

پر دې سربېره نهه کسان په ټټه، دوه په خیر پور او یو په سکر کې مړه شوي دي. دا کسان د برېښنا د شارتۍ، د کورونو د چتونو د راپرېوتو او په سيلابي اوبو کې د ډوبېدو له کبله مړه شوي دي.

د سیند حکومت ويلي چې له کراچۍ څخه يې د اوبو د ايستلو په ګډون د صوبې په نورو برخو کې هم د اوښتو زيانونو د اجبرانولو کار روان کړی دی. 

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د هوا پېژندنې ادارې د جولای له ۱۴مې نېټې يو ځل بيا د دغه هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ورښتونو وړاندوينه کړې ده.

په عين حال کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف مرکزي حکومت او ټولو صوبايي ادارو ته “د ولس د ژغورنې لپاره د اقداماتو د څار او بيداره اوسېدو” لارښوونه کړې ده. 

په وروستیو کې له پاکستان سره هممهاله د افغانستان په شاوخوا ۱۴ ولایتونو کې هم شدید سیلونه راغلي چې له کبله یې تر سلو ډېر کسان مړه شوي او سلګونه کورونه نړېدلي دي.

سیلونو په افغانستان کې زرګونه چریبه کرنیزه مځکه او باغونه هم ویجاړ کړي دي.

1 COMMENT

  1. Dear Administrator Asalamu alaikum, First of all I wish you a very happy Eid and may Allah swt accept your charities and prayers. I would like to send you my new article in English. Is it possible to publish it.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب