یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+زه روبوټ یم

زه روبوټ یم

لیکوال: آیزک آسیموف

ژباړه: رحمت شاه فراز

(لسمه برخه)

دروغجنه!

الفریډ لانینګ، پیټر بوګرټ، ملټن ایش او سوزن کالوین له ګردي مېز نه را تاو وو. لانینګ، چې د امریکايي روبوټونو د شرکت مدیر وو، د خبرو وار لومړی کړ.

ویې ویل: ((دغه روبوټ ذهنونه لوستی شي، موږ باید دغه خبره یقیني کړو. خو موږ نه پوهېږو چې ولې؟)) بوګرټ ته یې وکتل: ((ته ریاضي پوه یې. ته پوهېږې چې د روبوټونو پوزیتروني ماغزه په څه ډول جوړېږي. ته یې راته تشریح که.))

بوګرټ وویل: ((موږ د روبوټ د څلور دېرشم آر بي موډل په اړه غږېږو. د آر بي نور ټول موډلونه عادي دي.))

د ایش تندی ګونځې شو. نوموړی د امریکايي روبوټونو په شرکت کې تر ټولو ځوان کارمند وو. 

هغه وویل: ((ښاغلی بوګرټ، کله چې دغه روبوټ جوړېده، هېڅ ستونزه نه وه. زه د دې ډاډ درکوم.))

بوګرټ په منفي انداز وویل: ((راکولی یې شې؟ موږ چې یو پوزیتروني مغز جوړوو، باید ۷۵،۲۳۴ پروسې تکمیلې کړو. او په دې پروسو کې په هره پروسه کې غلطي پېښېدلی شي. موږ ….. ))

کالوین د ریاضي پوه په خبرو کې ور ولوېده او په بیړه يې وویل: ((موږ باید په دې پوه شو چې دغه روبوټ څنګه ذهنونه لولي؟))

لانینګ وخندل. ويې ویل: ((دا رښتیا ده، موږ یو داسې پوزیتروني ذهن رغولی چې ذهنونه لوستلی شي. د روبوټ جوړونې په برخه کې دا تر ټولو مهم پرمختګ دی. خو موږ په دې نه پوهېږو چې دا کار څنګه وشو. او موږ یې باید سرچینه پیدا کړو.))

بوګرټ وویل: ((ممکن ښه به وي چې د آر بي ۳۴ په اړه هیچا ته هم څه ونه وایو. لومړی باید په دې ځان پوه کړو چې یاد روبوټ په څه ډول ذهنونه لولي. د دې روبوټ موجودیت به تر هغو پټ وساتو، څو چې په دې هکله پوه نه شو چې دا کار په څه دول پېښېږي.))

کالوین وویل: ((بوګرټ رښتیا وايي، که خلک په آر بي ۳۴ خبر شي، او په دې پوه شي چې موږ يې د کنټرول وس نه لرو، نو هرومرو به لاریونونه وکړي.))

لانینګ سر وخوځاوه. ویې ویل: ((هو، زه موافق یم.)) بیا یې ایش ته مخ کړ. ((د آر بي ۳۴ په باره کې چې په دې خبره پوه شوې، هغه وخت یوازې وې، کانه؟))

ایش ځواب ورکړ: ((هو، یوازې وم. کله چې آربي ۳۴ جوړ شو، ساینسپوهانو روبوټ ماته را ولېږه. ما هغه لاندې د ازمایښت خونې ته ووړ… )). ایش خبرې ودرولې. بیا یې خبره وغځوله: (( ما د کوم څه په اړه فکر کاوه او هغه له ماسره د هغه شي په اړه خبرې وکړې. وروسته مې پام شوو چې ما خو هېڅ هم نه وو ویلي. روبوټ مې یوې خونې ته وېووړ، دروازه مې بنده کړه او لانینګ ته ورغلم چې دغه خبره ورته وکړم. هغه روبوټ له ما سره ګډ روان وو او زما فکرونه یې لوستل. دی پوهېده چې زه څه فکر کوم. ډېره وېروونکې وه.))

کالوین وویل: ((باوري یم چې وېروونکې به وه.)) هغې ایش ته وکتل. ((موږ ټول په دې عقیده یو چې زموږ افکار شخصي دي او په بل چا پورې اړه نه لري.))

لانینګ وویل: ((یوازې موږ څلور د آر بي ۳۴ په باره کې معلومات لرو. ایشه، زه غواړم چې ته هر څه معاینه کړې. ټول هغه پروسیجرونه وګوره، چې د دې روبوټ د جوړېدو پر مهال بشپړ شوي وو.))

ایش ځواب ورکړ: ((دا نو خدای بلا کار دی.))

لانینګ وویل: ((ستا د ډیپارټمنټ ټول غړي له تاسره مرسته کولی شي؛ په دې غم کې نه یم چې دغه کار څومره وخت نیسي. خو دا باید ورته ونه وایې چې هغوی ولې دغه کار کوي.))

لانینګ، کالوین ته مخ کړ. ویې ویل: ((ته د روبوټ ارواپوهه یې. روبوټ در مطالعه کړه. وګوره چې آر بي ۳۴ څنګه چلند کوي. د ذهن لوستلو چارې ممکن اغېز ور باندې کړی وي.)) 

لانینګ د روبوټ ارواپوهې ځواب ته په تمه نه شو. خپله خبره یې وغځوله: ((زه به له بوګرټ سره کار وکړم او ټول ریاضیکي ازمایښتونه به ترسره کړم. ډاکټر کالوین، غواړې چې آر بي ۳۴ ووینې؟))

خو کالوین ځواب ورنه کړ. هغې ایش ته کتل، چې ولاړ وو او له خونې ووت. 

ــــــــــ

کالوین ازمایښت خونې ته ننوته. روبوټ له هغه کتاب نه سر پورته کړ، چې په مطالعه یې بوخت وو. 

کالوین وویل: ((هربي، ستا لپاره مې د ساینس یو څو کتابونه راوړي. غواړې ویې لولې؟))

آر بي ۳۴ – چې هربي نومېده – د هغې له لاسونو درانده کتابونه واخیستل او یو یې پرانیست. روانشناسې په غور هربي ته کتل، هربي درې کتابونه ولوستل. نیم ساعت وروسته، روبوټ کتابونه کېښودل. 

روبوټ وویل: ((دغه کتابونه مې په ذوق نه دي برابر. ستاسو په ساینس کې ډېره زیاته ډیټا وي. خو یوازې یو څو بنیادي تیورۍ لري. ستاسو ساینس دومره پرمختللی نه دی، ډېر ساده دی. زما له کیسو سره ډېره جوړه ده، ستاسو د کیسو کتابونه مې خوښېږي. زه غواړم چې د احساساتو په هکله پوه شوم او انساني احساسات وپېژنم.))

ډاکټر کالوین له ځان سره وویل: ((فکر کوم په هدف دې پوه شوم.))

هربي وویل: ((زه د انسانانو ذهنونو ته لاره کولی شم. زه پوهېږم چې تاسو څه فکر کوئ. خو انساني ذهنونه پېچلي دي. زه په هر شي نه پوهېږم، ځکه زما ذهن ډېر جلا جوړ دی. ستاسو کیسې ممکن مرسته را سره وکړي.))

کالوین وویل: ((ډېرې زیاتې کیسې دې لوستې. خو اصلي انسانان د ناولونو د خلکو غوندې نه دي. فکر نه کوې چې د اصلي انسانانو ذهنونه ستومانوونکي دي؟))

هربي وویل: ((نه، زه خو داسې فکر نه کوم.))

د ډاکټر کالوین رنګ سور واوښت. فکر يې وکړ ((دی خامخا پوهېږي!))

هربي ورو، وویل: ((ډاکټر کالوین، بالکل زه پوهېږم، تاسو په دې هکله هر وخت فکر کوئ.))

دا ځل د ډاکټر کالوین سترګې مړاوې او سختې شوې. ((کوم چاته خو به دې ویلي نه وي؟))

هربي وویل: ((بالکل نه.))

هغې چیغه کړه: ((ته فکر کوې چې زه لېونۍ یم.))

هربي وویل: ((نه، ته احساساتي یې. همدا د انسانانو عادي چلند دی.))

کالوین وویل: ((زه جذابه یا ځوانه نه یم، او هغه پنځه دېرش کلن دی. کله چې هغه ماته ګوري، څه فکر کوي؟ آیا د جذابې په سترګه راته ګوي، د مینه ناکې ښځې په سترګه؟ یا که همداسې په بې معنا ډول راته ګوري، یوازې د یوې ساینسپوهې په سترګه؟))

هربي وویل: ((غلطي کوې. ماته غوږ ونیسه….))

کالوین ځواب ورکړ: ((ولې؟… ته د انسانانو د احساساتو په باره کې په هېڅ هم نه پوهېږې. ته… ته یو ماشین یې!)) او بیا يې په ژړا پیل وکړ. 

هربي وویل: ((هیله کوم، ډاکټر کالوین، مه ژاړئ، زه درسره مرسته کولی شم. زه پوهېږم چې نور خلک څه فکر کوي. مثلاً، زه پوهېږم چې ملټن ایش د څه شي په هکله فکر کوي.))

په خونه کې اوږده چوپتیا خپره شوه. کالوین چیغه کړه: ((زه نه غواړم پوه شم چې هغه څه فکر کوي.))

روبوټ په نرمه ژبه وویل: ((هغه درسره مینه لري.))

د یوې شېبې لپاره ډاکټر کالوین غلې وه. بیا يې ور غبرګه کړه: ((دروغ وايې. ته دروغ وایې. هغه ولې له ما سره مینه وکړي؟))

هربي وویل: ((کوي يې نو. هغه خپل افکار له مانه نه شي پټولی.))

 ((خو ما هېڅ کله فکر نه کاوه چې … )) ارواپوهه تم شوه. ناڅاپه يې پورته وکتل. ((یوه نجلۍ يې لیدو ته راغلې وه. ښکلې وه، زېړ وېښتان او ډنګره. څوک وه؟))

هربي سمدستي ځواب ورکړ: ((ته چې کوم کس ښیې، زه يې پېژنم. هغه د ملټن ایش د تره لور ده. ایش له هغې سره مینه نه لري.))

کالوین پاڅېده. په خوشالۍ یې وویل: ((ما خوب لیدلی وو چې دی له هغې سره مینه نه لري.)) کالوین هربي ته ور منډه کړه او د هغه فلزي لاس يې په خپل لاس کې ونیوه. ورو يې وویل: ((مننه، هربي! خو ګوره په دې اړه چاته څه ونه وایې. دا زما او ستا ترمنځ راز دی. مننه)) او په بیړه له ازمایښت خونې ووته.

ــــــــــ

ملټن ایش په ارامه خپل لاسونه او پښې وغځول. په غوسه يې پیټر بوګرټ ته وکتل. 

ویې ویل: ((ما د آربي ۳۴ روبوټ هره برخه ازمایښت کړې. یوه اونۍ مې پرې کار کړی او ډېر کم خوب مې کړی. ته پوهېدې چې ستونزه څه ده. پخپله دې همدا خبره راته وکړه. خو ما تر دې دمه هېڅ ستونزه پکې ونه لیده.))

بوګرټ وویل: ((زه پوهېږم چې مشکل چېرته دی، زه ورباندې کار کوم.))

ایش په ترخه خوله ترې وپوښتل: ((آیا کار دې ختمولو ته نژدې شوی؟))

بوګرټ ځواب ورکړ: ((له بده مرغه، کومه تیوري چې زه استعمالوم، لانینګ هغه تیوري راسره نه مني. د هغه نظریات له وخته تېر دي. هغه تر اوسه هم په مټریکس میخانیک باندې باور لري. د دې ستونزې د حل لپاره باید له معاصرې تیورۍ نه استفاده وکړو.))

ایش وویل: ((ولې له هربي نه مرسته نه غواړې؟))

بوګرټ په حیرانتیا وپوښتل: ((هربي؟))

اېش وویل: ((هو، ولې کالوین درته ونه ویل. دغه روبوټ د ریاضي نابغه دی.))

بوګټر په بیړه ایش ته وکتل. ((ډاکټر کالوین زما په ډیپارټمنټ کې هیچا ته هم دغه خبره نه ده کړې.))

ایش وویل: ((خیر، موږ دواړه یو څو ځله د هربي په اړه سره غږېدلي یو. دا اونۍ مې له کالوین سره ډېر زیات وخت تېر کړ.)) د ایش تندی ګونځې شو. ((بوګرټه… فکر نه کوې چې د هغې چلند یو څه عجیبه شوی غوندې دی؟))

بوګرټ وموسل: ((مېک اپ یې شروع کړی. مقصد دې همدا ده؟))

ایش وویل: ((هو، او له دې مېک اپ سره بیخي یو ډول ښکاري. خو یوازې مېک اپ یې عجیبه نه دی. کالوین خبرې هم بل ډول کوي. داسې خبرې کوي، ګوندې د کوم شي په اړه خوشاله وي.))

بوګرټ په خندا وویل: ((ممکن میینه شوې به وي.))

ایش ځواب ورکړ: ((لېونی شوی یې. ورشه او له هغه هربي سره خبرې وکړه.))

بوګرټ وویل: ((وبه يې کړم، دغه روبوټ په کار کې تر ما نه شي تکړه کېدای.))

ــــــــــ

هربي د بوګرټ خبرو ته په غور غوږ نیولی وو.

بوګرټ وویل: ((زه خبر شوم چې ته د ریاضي نابغه یې. زما تیورۍ ځینې پروسیجرونه لري چې ډاکټر لانینګ یې نه مني.))

روبوټ خواب ور نه کړ.

بوګرټ وویل: ((ښه نو؟))

هربي د بوګرټ څېړنه ور مطالعه کړه او بیا يې وویل: ((ستا په محاسبو کې هېڅ تېروتنه نه وینم.))

بوګرټ له روبوټ نه پوښتنه وکړه: ((نو زما تیوري ته نوره وده ورکولی شې؟))

روبوټ ځواب ورکړ: ((په ریاضي کې خو ته تر ما تکړه یې.)) له دې سره بوګرټ وخندل. 

ریاضي پوه چې بیا په خبرو لاس پورې کړ، ورو وغږېده. ((هربي، یو کار دی، ته یې کولی شې.)) بیا تم شو.

هربي سر وښوراوه او بوګرټ خپله خبره وغځوله: ((لانینګ شاوخوا اویا کلن دی، هغه شاوخوا له دېرشو کلونو راهیسې د دې شرکت مدیر دی. آیا هغه خو به دا پلان نه لري چې …. امممم…. کار ودروي؟))

روبوټ ورو وویل: ((هغه ترمخ لا استعفاء ورکړې، خو هغه به تر هغو له شرکت نه ونه وځي، چې زما ستونزه نه وي هواره شوې.))

بوګرټ ارږمی وایست: ((او راتلونکی مدیر به څوک وي؟))

هربي ځواب ورکړ: ((راتلونکی مدیر به ته یې.))

بوګرټ وخندل. ویې ویل: ((خوشاله شوم. زه هم همدې خبرې ته په تمه وم. مننه هربي.))

ــــــــــ

بوګرټ د سهار تر پنځو بجو کار وکړ. تر څلور ساعته خوب وروسته، بېرته خپل مېز ته راستون شو. څو مخه محاسبې يې ولیکلې. په غرمه کې يې اخري پاڼې ته په مړاوو سترګو وکتل. د دروازې ټکا يې تر غوږو شوو. لانینګ په وره را ننووت. 

مدیر د بوګرټ په مېز پرتو پاڼو ته وکتل. پاڼو ټول مېز نیولی وو. تندی یې تریو شو. پوښتنه یې وکړه: ((کالوین د روبوټ په اړه کوم څه درته وویل؟ هربي د ریاضي نابغه دی، ډېر حیرانوونکی دی.))

بوګرټ وویل: ((ما هربي ازمایلی دی او هغه په ځینو ساده محاسبو کې هم ستونزه لري.)) 

لانینګ تریخ ځواب ورکړ: ((کالوین خو داسې فکر نه کوي، او زه يې هم نه کوم. نن مې ټوله ورځ له هربي سره تېره کړې.)) خپله خبره يې وغځوله: ((روبوټ خورا پېچلې محاسبې هم کولی شي. وګوره،)) بوګرټ ته يې د کاغذ یوه ټوټه ورکړه. ((هغه ستا په تیوري کار کړی او زما له فکر سره همغږی دی.))

بوګرټ ټولې پاڼې ور ولوستې. په مړاوي غږ يې وویل: ((ښه نو، بیا دې نو هربي ټوله ستونزه درته حل کړي.))

لانینګ ځواب ورکړ: ((هغه يې نه شي کولی. هربي ټوله ستونزه نه شي حل کولی. موږ د مرستې لپاره لا زیاتو کارپوهانو ته اړتیا لرو. زه به ملي بورډ ته خبر ورکړم.))

بوګرټ ټوپ کړل. ویې ویل: ((نه، مه یې خبروه.))

لانینګ وویل: ((ماته دا مه وایه چې څه وکړم. که زما خبره ونه منې، له دندې دې ګوښه کوم.))

بوګرټ ځواب ورکړ: ((نه، ته مې نه شې ګوښه کولی، زه ستا له استعفا نه خبر یم.))

لانینګ وویل: ((څه؟!)) له څېرې یې حیرانتیا او هیجان څڅېدل. 

بوګرټ په منفي انداز وخندل. ((او راتلونکی مدیر به هم زه یم. اوس به نو زه تاته امرونه درکوم.))

لانینګ په لوړ غږ وویل: ((نور نو له دندې ګوښه یې.)) 

بوګرټ وموسل. ویې ویل: ((زه دې غم کې نه یم. زه پوهېږم چې تا استفاء ورکړې. هربي راته وویل.))

لانینګ زوړ او ستومانه ښکارېده. ورو او په نرمه ژبه يې وویل: ((دا حقیقت نه لري. زه غواړم چې له هربي سره خبرې وکړم. ته راسره کومه لوبه کوې، بوګرټه! له ماسره راشه.))

ــــــــــ

د ورځ په منځنۍ برخه کې ایش له سوزن کالوین سره خبرې کولې. هغې ته يې د خپل کور یو انځور ښوده. ويې پوښتل: ((څه فکر کوې؟ ښایسته دی او د اخیستلو لپاره يې پیسې هم لرم.))

کالوین ورته وکتل. ورسره همغږې وه. ((ښکلی دی، ما اکثره فکر کاوه چې زه غواړم…)) خبرې يې بس کړې.

ایش خپله څوکۍ هغې ته نږدې کړه. ویې ویل: ((حقیقت دا دی چې… دغه کور یوازې زما لپاره نه دی. زه واده کوم!)) هغې ته نور هم ور نږدې شو. ((سوزن، څه خبره ده؟ ناروغه یې؟))

ډاکټر کالوین وویل: ((نه… هېڅ هم نه دي!)) یوازې يې همدومره خبره له خولې ووتله. ((تــ ــ ته واده کوې؟))

ایش وویل: ((هو، هغه نجلۍ دې په یاد ده چې تېر اوړی دلته راغلې وه؟ هماغه زما راتلونکې مېرمنه ده. خو ته ناروغه یې. ته…. ))

سوزن کالوین ځواب ورکړ: ((په سر مې درد دي. تبریک دې وي ایشه! زما نیکې هیلې به تل له در سره وي!)) او بیا له خونې په منډه ووتله. 

فکر يې وکړ: ((دا لکه یو بد خوب چې وي. دا کار هېڅ امکان نه لري. هربي وویل… اوه! هربي پوهېده! هغه ذهنونه لوستلی شي!)) کالوین د ازمایښت خونې وره ته ورسېده. په دروازه يې تکیه وکړه او هربي ته یې وکتل. 

هغه ویل: ((هو، ته خوب وینې.)) د هغه غږ نرم او ارام وو. ((ته به ډېر ژر بېرته راویښه شې. ایش یقیناً له تاسره مینه لري.))

سوزن کالوین سر وخوځاوه. ورو يې وویل: ((هو، دا هر څه رښتیا دي، کانه؟)) بیا ودرېده. دا هر څه اصلاً کوم خوب نه وو!

ويې ژړل: ((ته غواړې څه وکړې؟))

هربي وویل: ((غواړم مرسته درسره وکړم.)) د هغه په غږ کې وېره نغښتې وه. 

ارواپوهې روبوټ ته وکتل. ((تا غوښتل چې له ماسره مرسته وکړې، خو ماته دې دروغ وویل.)) بیا يې خبرې ودرولې. ((صبر! ما یوازې…))

روبوټ وویل: ((ما باید…))

کالوین چیغه کړه: ((او ما په تا باور وکړ.))

تر دروازې دباندې لوړ غږونه وو. کالوین مخ بلې خواته کړ. بوګرټ او لانینګ چې خونې ته راننوتل، کالوین کړکۍ ته ولاړه وه. 

مدیر وویل: ((هربي، ماته غوږ شه. آیا تا له ډاکټر بوګرټ سره زما په باره کې خبرې کړې؟))

روبوټ مدیر ته وکتل. په ورو غږ يې ځواب ورکړ: ((نه، ښاغلیه!))

د بوګرټ پر مخ خندا ورکه شوه. ويې ویل: ((هماغه څه ورته ووایه چې پرون دې ماته وویل!))

((ما وویل چې…)) هربي غلی شو. 

بوګرټ چیغه کړه: ((ځواب راکه!))

لانینګ وویل: ((زه به پخپله ترې پوښتنه وکړم.)) روبوټ ته يې مخ کړ. ((ښه نو، هربي، سم غوږ کېږده. آیا ما استعفا ورکړې؟))

هربي لانینګ ته وکتل او ځواب يې ورنه کړ. لانینګ خپله پوښتنه تکرار کړه. روبوټ هڅه وکړه چې خپل سر وخوځوي، خو ويې نه شو. 

بوګرټ په هربي چیغه کړه: ((څه خبره ده؟ خبرې  نه شې کولی؟))

هربي ځواب ورکړ: ((کولی یې شم.))

بوګرټ په غوسه وویل: ((نو، بیا پوښتنه ځواب که. ماته دې وویل چې لانینګ استعفا ورکړې که نه؟))

د خونې په هابله څنډه کې، سوزن کالوین ناڅاپه وخندل. دواړو ریاضي پوهانو د هغې په لور وکتل. 

بوګرټ پوښتنه وکړه: ((په دې کې د خندا څه وو؟))

غږ یې زیږ لګېده: ((څه نه. درې ستر روبوټپوهان په یوه کنده کې وغورځېدل. خو دې کې نو د خندا څه دي؟)) 

لانینګ وویل: ((هیله کوم موږ هم پوه کړئ، ډاکټر کالوین.))

هغې وویل: ((د روبوټپوهنې له لومړني قانون نه خبر یاستئ؟))

دواړو سر وښوراوه. بوګرټ ځواب ورکړ: ((ولې نه. یو روبوټ باید انسان ته زیان ونه رسوي. او نه باید یو انسان زیانمنېدو ته پرېږدي.))

کالوین وپوښتل: ((خو کوم ډول زیان؟))

لانینګ ځواب ورکړ: ((هر ډول زیان.))

کالوین وویل: ((بالکل، هر ډول زیان! د یوه سړي بدن خوږېدلی شي، هېڅ شک پکې نشته. خو د یو چا احساسات هم ټپي کېدلی شي. که ته د یو چا له خولې د ځان په اړه ناوړه خبرې واورې، یا کوم بد خبر واورې، نو ستا احساسات ټپي کېږي. ممکن ته د کوم کار د کېدو په هیله اوسې، خو هغه کار ونه شي. نو هغه مهال ستا احساسات ټپي کېږي. یو انسان له بېلا بېلو لارو ټپي کېدای شي.))

لانینګ تندی تریو کړ. ((خو یو روبوټ په دې اړه څنګه پوهېږي چې….)) خپله خبره يې پوره نه کړه. 

کالوین وویل: ((ته پوهېږې، کانه؟ دغه روبوټ ذهنونه لولي. دی پوهېږي چې خلک څه فکر کوي او څه غواړي. ته له ده پوښتنه کوې او دی ځواب درکوي. خو دا ځواب هغه ځواب وي چې ته يې اورېدل غواړې. بل هر ځواب ممکن تاته زیان ورسوي. دی په دې خبر وي.))

لانینګ وویل: ((او همدا وجه ده چې هغه مخکې ځواب نه راکاوه. بې له دې چې له موږ نه یو تن ټپي شي، اصلي او رښتیني ځواب یې نه شوی راکولی.)) 

کالوین وویل: ((دا… دا ماشین په هر څه پوهېږي. دی حتی په دې هم پوهېږي چې دی ولې ذهنونه لوستلی شي. دی دقیق په دې پوهېږي چې کله دی جوړېده، نو کوم ځای کې غلطي شوې. د ده مغزو هغه وخت تغییر وکړ، چې کله مو دی د قوانینو په قالب کې بندي کړ.)) 

لانینګ وویل: ((هربي په دې باره کې هېڅ معلومات نه لري چې څه غلطي پېښه شوې. ما پخپله ترې پوښتنه وکړه، خو ده ځواب نه شو راکولی.))

کالوین وویل: ((خو هربي پرې پوهېږي. تا نه غوښتل چې هربي تاته ځواب درکړي. که ته په دې پوه شوی وای چې یو ماشین له تا بهتره او غوره دی، نو ستا احساسات به ټپي شوي وو.))

کالوین هربي ته راتاو شوه. امر يې ورته وکړ: ((دلته راشه!)) هربي ورو د هغې خواته ورغی. ((ته پوهېږې چې موږ څه تېروتنه کړې.))

هربي ورو وویل: ((هو.))

((سمه ده، نو، هربي، موږ ته يې ووایه!))

روبوټ وویل: ((زه يې نه شم ویلی ډاکټر کالوین چې څه تېروتنه شوې. ته پوهېږې چې ډاکټر بوګرټ او ډاکټر لانینګ نه غواړي چې زه دا خبره وکړم.))

لانینګ وویل: ((ویې وایه.))

هربي چیغه کړه: ((نه! زه ستا په افکارو پوهېږم. ته نه غواړې چې زه یې درته ووایم. زه ماشین یم. ته نه غواړې چې یو ماشین دې له تانه بهتره اوسي. زما ځواب به دې ټپي کړي.))

کالوین وویل: ((هربي، ته په دې هم پوهېږې چې دوی یو رښتینی ځواب غواړي.))

هربي وویل: ((دوی غواړي چې پخپله يې ځواب پیدا کړي.))

کالوین وویل: ((خو دوی د دې ستونزې ځواب غواړي. ته يې په ځواب پوهېږې. او ته يې دوی ته نه ورکوې. ستا ځواب به دوی خفه کړي. ته په دې پوهېږې، کانه؟))

هربي چیغه کړه: ((هو!))

کالوین وویل: ((او که ته يې ورته وایې، نو بیا به هم دوی ټپي شي او خفه به شي.)) له دې سره کالوین روانه شوه. 

((هو! هو!)) ارواپوهه چې ور مخې ته شوه، هربي شاته وخوځېده. 

کالوین ورو وویل: ((ته یې نه شې ورته ویلی، ځکه چې ستا ځواب به يې ټپي کړي. او ته یې باید ټپي نه کړې. خو که ته يې ونه وایې، دوی به تاته زیان ورسوي. نو مجبوره يې چې ويې وايې.))

هربي دېوال ته تکیه کړې وه. ناڅاپه، په خپلو زنګنو وغورځېده. چیغه يې کړه: ((بس کړئ!)) او خپل لاسونه يې په سر کېښودل. 

خو کالوین خبرې بس نه کړې. په دروند او سخت غږ يې وویل: ((باید ويې وایې. که یې ووايې، نو ته به دوی ټپي کړې. خو که يې ونه وایې، نو دوی به تا ټپي کړي.))

هربي یو ځل بیا چیغه کړه او په مخ وغورځېده. مخ يې په ځمکه ولګېده. 

بوګرټ وویل: ((مړ شو!)) د بوګرټ سترګې غټې او مخ يې سپین اوښتی وو.

سوزن کالوین وویل: ((نه، مړ نه دی، تش لېونی شوی. ما ده ته یوه داسې مساله ورکړه چې هېڅ ځواب ورته نه لري.))

لانینګ چیغه کړه: ((تا له رضا دغه کار وکړ. غوښتل دې چې لېونی يې کړې!))

ویې ویل: ((ده باید خپله سزا لیدلې وی.))

مدیر بوګرټ ته را وګرځېده. ویې ویل: ((راشه، پیټره)). او دواړه له ازمایښت خونې ووتل.

سوزن کالوین څو شېبې، نه خبرې وکړې او نه له ځایه وخوځېده. اخر يې هربي ته وکتل او له خولې يې همدا یوه کلمه راووته: 

((دروغجنه!))

ــــــــــ

زه پوهېدم چې ډاکټر کالوین به په دې اړه نور یوه خبره هم ونه کړي. دا زما مخې ته ناسته وه او د ذهن په پرده يې د ماضي یادونه تېرېدل. رنګ یې سپین او یخ اوښتی وو.

ومې ویل: ((مننه کوم، ډاکټر کالوین!))

هغه مې پرېښودله او د خپلې مقالې لپاره مې یادښتونه ولیکل. دوه ورځې تېرې شوې، چې بیا مې ولیده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب