یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د انسان د پښې ۲۹۰ میلیون کاله پخوانی خاپی

د انسان د پښې ۲۹۰ میلیون کاله پخوانی خاپی

تاند- له ډیرو کلونو راهیسې اکثرو مورخانو باور درلود چې د انسان د خلقت څو میلیون کاله وځي. خو یوه وروستي کشف د ډېرو څېړونکو نظر وربدل کړی دی.

دا ۲۹۰ میلیون کاله پخوانی د پښې نښه یا خاپی، د انسان د پښې تر ټولو پخوانۍ نښه ده چې تراوسه پورې موندل شوې ده.

دا نښه په ۱۹۸۷ کې هغه مهال کشف شوه چې جیري مک ډانلډ، نیومکسیکو ته لاړ. ده په دغه ځای کې د ځینو مارغانو او نورو حیواناتو موندل شوې نښې څېړلې چې د انسان د پښې دې نښې ته یې پام شو.

څېړونکو په دې نښه کلونه کار وکړ او بالاخره دې نتیجې ته ورسېدل چې دا د انسان د پښې نښه ده او څېړنو ورته څرګنده کړه چې له ۲۹۰ تر۲۴۸ میلیون کاله پخوانۍ ده.

څېړونکي اوس د دې کشف پر اساس باوري شوي چې بشر تر بل هر مخلوق په مځکه کې پخوانی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب