یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهڅېړنه: طالبانو له خواله رسنیو په تېره ټویټر څخه د وسلې کار...

څېړنه: طالبانو له خواله رسنیو په تېره ټویټر څخه د وسلې کار اخیستی

تاند (سې شنبه، د سرطان ۲۱ مه) د مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټلجنس یوې موسسې معلومه کړې چې ټولنیزو رسنیو د طالبانو په واک ته رسېدو او تبلیغاني جنګ کې خورا مهم رول لرلی دی.

د منصوعي ذهانت او معلوماتو کاناډا مېشتې موسسې د ۲۰۲۱ له اپریل څخه تر سپټمبر میاشتې پورې په ټویټر کې ۶۳ اکاونټونه یا ټویټرپاڼې څېړلي دي.

دغو ټویټرپاڼو، چې د طالبانو په ویندویانو، مشرانو او نورو مهمو غړیو پورې یې تړاو درلود، څه باندې ۲ میلیونه فالوران لرل او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې شمېر تر ۳ میلیونه او ۳ سوه زرو پورې ورسېد.

د څېړنې له مخې، په یاده موده کې په ۶۳ ټویټرپاڼو کې ۱۱۲ زره ۲۵۴ لیکنې په پښتو، دري، انګلیسي او اردو ژبو خپرې شوي او تر یولکو ۲۶ زره ډېر واري شریکې شوې دي.

د دې څېړنې پر اساس، د ټویټر په ۱۲۶ زرو پاڼو (اکاونټونو) کې، چې په طالبانو یا د هغو په خواخوږو پورې تړلي دي، داسې ډېر ټویټونه شوي چې د ټویټر له پالیسۍ سره په ټکر کې دي ځه چې په دغو پاڼو کې د وژل شویو کسانو عکسونه، ګواښونه او نورې بوږنوونکې صحنې خپرې شوې دي.

له څېړنې داسې نتیجه اخیستل شوې چې طالبانو د جګړې په لړ کې په ځانګړي ډول تر واک ته رسېدو مخکې په وروستیو پنځو میاشتو کې له ټویټر او نورو خواله رسنیو څخه د وسلې په توګه کار اخیستی دی.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په وروستیو کې ویلي و چې د رسنیو پر اهمیت پوهیږي ځکه چې تبلیغاتو د دوی په بریالیتوب کې د وسله وال «جهاد» په شان ونډه لرله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب