محمد عارف رسولي
لنډیز
تر ځمکې لاندې اوبه د نړۍ په کچه یوه حیاتي، ارزښت لرونکې، اقتصادي، په نسبي توګه خوندي او د نوي کېدو وړ سرچینه ده، خو په زیاتو ځایونو کې د نامعقولې او ترحد زیاتې کارونې او ککړوالي له کبله تر تهدید لاندې ده. همدارنګه، په زیاتو جغرافیايي، اقلیمي، اقتصادي او ټولنیزو حالاتو کې یې تجدید او بیا نوي کول په عمل کې ممکن نه وي او یا خو پیړۍ وخت نیسي. داحیاتي سرچینه باید په احتیاط سره د معاصرو قوانینو او مقرراتو په مرسته سمه مدیریت شي تر څو د اوس او راتلونکو نسلونو اړونده اړتیاوې پوره کړي. په کابل ښار کې د ژوند د بقا دا سرچینه په خورا ویروونکي حالت کې ده، د دې حیاتي سرچینې هم مقدار کمیږي او کښته روانې دي او هم له ککړوالي سره مخ دي، او باید مخکې له دې چې زیات ناوخته شوی وي، وژغورل شي. د دې مقالې موخه داده چې په کابل ښار کې تر ځمکې لاندې اوبو تمرکز او په لاندې مسلو بحث وکړي: (۱) په عمومي توګه او په ځانګړي ډول په کابل ښار کې د تر ځمکې لاندې اوبو په ځانګړتیاوو، ستونزو او هغو ننګونو چې د دې سرچینې په مدیریت کې ورسره مخ کېږو، (۲) د نهادونو یو جوړښت او راز راز وسیلې لکه کړنلارې او تګلارې اومقررات چې د نړۍ په کچه په مختلفو شرایطو کې د کابل ښار په ګډون کارول کیدی شي، وړاندې کړي، (۳) ځینې هغه مهمې مسلې چې په راتلونکې کې هم د ترځمکې لاندې اوبو د مدیریت لپاره مهمې دي راپورته او ذکر کړو.
د تر ځمکې لاندې اوبو اهمیت په نړیواله کچه
په نړۍ کې ټولې خوږې اوبه ۳۵ ملیون متره مکعبه دي. له دې څخه 68.8 % سلنه د یخ او واورې په ډول دي، 30.1 % سلنه تر ځمکې لاندې اوبه دي، 0.25% جهیلونه، 0.0057% سیندونه، 0.033% بتلاقونه، 0.05% هغه اوبه دي چې په نامشبوع خاوره کې دي، او 0.04% اوبه په اتموسفیر کې شتون لري. دا ارقام ځکه ذکر شول چې موږ ته د تر ځمکې لاندې اوبو اهمیت مالوم شي، ځکه زیات خلک په دې نه پوهېږي ځکه نه یې ویني. دمثال په توګه تر ځمکې لاندې اوبه 30.1 سلنه دي خو د نړۍ د ټولو سندونو اوبه بیا یوازې 0.0057 سلنه دي. خو تر ځمکې لاندې اوبه که هرڅومره زیاتې هم وي، خو کارونه یې هم زیاته ده او ورځ تر بلې کمیږي.
تر ځمکې لاندې اوبه د انسان په لاس تر ټولو رامنځته شوو ذخیرو زیاتې دي. د ټولو انسانانو تر شپېته سلنه یا ۶۰٪ زیاتې د څښلو اوبه تر ځمکې لاندې اوبو څخه لاسته راځي، کیدی شي ووایو په افغانستان کې په ټولو سترو ښارونو کې له تر ځمکې لاندې اوبو د څښاک او کورني لګښت لپاره او ان د نورو کارونو لپاره کارول کیږي. خو په وچو او نیمه وچو ساحو کې دا رقم سل سلنه ( ۱۰۰٪) دی. د نړۍ په زیاتو ملکونو کې لکه بنګلدیش، هند او ایران کې ۵۰٪ د اوبه خور اوبه د تر ځمکې لاندې اوبو څخه لاسته راځي. خو په ارجنټاین، پاکستان او ځینو نورو ملکونو کې دا رقم ۳۰٪ او ۲۰٪ دی.
کابل ښار ته د تر ځمکې لاندې اوبو اهمیت
په لنډه توګه د کابل ښار لپاره د ځمکې سر له اوبو تر اوسه کومه ګټه نه ده اخیستل شوې او په دې ښار کې ژوند تر ډېره د ځمکې لاندې اوبو پورې تړاو لري. په دې ښار کې تر اوسه په سلو کې سل (۱۰۰٪) خلک د څښلو او نورو اړتیاوو لپاره په تر ځمکې لاندې اوبو باندې چې یوه نسبتا مصؤنه او د وچکالۍ او د اوبو د کموالي په موسم کې یوه خوندي، د باور وړ او د کم لګښت اقتصادي وسیله ده، تړاو لري. خوندي ځکه ده چې هر کال د واورو او باران اوبه د ښار په ټاکلو ځایونو کې لکه د غرونو په لمنو کې جذب او تر ځمکې لاندې اوبو ته رسیږي، د وچکالۍ په وخت ورڅخه په خورا لږ لګښت د ښار هر اوسېدونکی ګټه اخیستلای شو، په نسبي توګه ځکه مصؤنه ده چې په سر یې یو حفاظتي قشر شتون لري او له ککړوالي یې تر یوې کچې ساتي. خو دا حیاتي منبع تر راز راز تهدیدونو هم لاندې ده. دواملرونکی مدیریت یې ځکه مهم دی چې په هیواد او په تېره په کابل ښار کې د تلپاتې انکشاف د موخو لاسته راوړل او ان د کابل ښار ژوندی پاته کېدل چې د هیواد سیاسی او اقتصادي مرکز هم دي ورپورې تړاو لري. دابه له کنتروله وتلی یو حالت او ناورین رامنځته کړي، که څو کاله وروسته د ښار نفوس تر اوه یا اته ملیونه اوښتی وي، دا حیاتي منبع خلاصه او یا د چټلېدو له کبله له کاره لوېدلې وي. بیا به ممکنه نه وي چې دولت د کابل ټولو ښاریانو ته سطحی اوبه ورسوي. نو مخکې له دې چې ستونزه هغه ځای ته ورسېږي افغان چارواکي د ښاریانو په ګډون باید د کابل په ښار کې د تر ځمکې لاندې اوبو د تلپاتې مدیریت چاره وکړي.
که چېرې اجازه ورکړل شي چې د تر ځمکې لاندې اوبو کیفیت په دوام لرونکې توګه خراب شي، نه یوازې د انسانانو روغتیا او د چاپیریال کیفیت به اغیزمن شي بلکه اقتصادي پرمختګ، د ملکیتونو ارزښتونه او د هېواد اعتبار ته به سخت زیان ورسږي.
د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو اوسنی حالت
هره جغرافیايي ساحه، منطقه، واټرشید او دره په اکالوجیکي لحاظ یو ایکوسیستم لري، هلته اوبه، هوا، خاوره، نباتات، انسانان، ژووي، میکروبونه او نور په طبیعي توګه له یو بل سره تعامل کوي اوتر ټاکلې کچې وړتیا یا ظرفیت (Carrying Capacity) لري چې ټاکلی مقدار نفوس او فعالیتونه یې تحمل کولای شي. په دې معنی که په هغه ساحه کې نفوس زیات شي، د تلپاتې پراختیا بنسټیز اصول چې په همغږۍ سره د ټولنیزو، ایکالوجیکي او اقتصادي اړخونو انډولیز مدیریت دی، مراعات نه شي هغه سیمه له پاشل کېدو سره مخ کېږي. په دې معنی که د پورته یادو طبیعي زیرمو څخه په کار اخیستنه کې انډول په پام کې و نه نیول شي، تر ټاکلې کچې زیات ککړ کوونکي اقتصادي فعالیتونه رامنځته او نفوس په کې میشته شي، نو دا سیمه به رامنځته کېدونکي ضایعات او ککړوالی و نه زغمي، له سقوط سره به مخ او ژوند به هلته په ټپه ودریږي.
په لنډه ډول د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبه له لاندې سترو ننګونو سره مخ دی:
- د نفوسو زیاتوالی، د خلکو د څښاک او نورو اړتیاوو ټوله تکیه یوازې په تر ځمکې لاندې اوبو او د سطحي اوبو څخه ګټه نه اخیستنه
- د ښار په داخل کې د فابریکو شتون چې ککړوونکي مواد یې سم نه پروسس کېږي او تر ځمکې لاندې اوبو ته رسیږي
- د تر ځمکې لاندې اوبو بې رویې او بې له کومو مقرراتو تر کچې زیات را ایستل او مصرف
- په ښار کې د کانالیزاسیون نشتون تر څو انسانی فاضله مواد او نور ښاري ضایعات راټول، پروسس او له ښاره بهر وباسي. خلک د بدرفت څاګان کاروي او دا ضایعات تر ځمکې لاندې اوبو ته رسیږي.
- د ښاري ضایعاتو، لکه کمیاوي موادو، تیلو، طبي فاضله موادو او چټلو اوبو تیت او پرک حالت، نه راټولول او پروسس یې دې ته لاره اواروي چې تر ځمکې لاندې اوبو ته ورسیږي او ککړې یې کړي.
- د جامدو او مایعو راز راز ښاري فاضله موادو، لکه: کیمیاوي، بیالوژیکي او نورو مضره موادو په مناسبه توګه نه راټولېدل، پروسس کېدل او نفوذ یې تر ځمکې لاندې اوبو ته
- د خوړونو او سیندونو له بستره د ریګ، جغل او ساختماني موادو را ایستل، د ساختمانونو، څاګانو او نورو فعالیتونو له کبله د تر ځمکې لاندې اوبو پورتنۍ ساتندویه سطحه ورانول، تر څو په هر ځای کې ککړونکي څیزونه ورته لاره ومومي.
- د تر ځمکې لاندې اوبو د بیا تغذیې لپاره د کوم اړین پروګرام نشتون، د واورې او باران د اوبو د جذب د ځایونو لکه د غرو لمنې، غونډۍ او یا هموارې سیمې تخریب یعنې لوڅ او له ګیاهي فرش څخه خالي شوي چې اوبه نه شي جذبولي او ورنه وزي، په تعمیرونو، کانکریټ او یا قیر بدلیدل چې اجازه نه ورکوي سطحي اوبه تر ځمکې لاندې اوبو ته ورجذب کړي
- د کابل سیند بستر چې د ځمکې لاندې اوبو د بیا تغذیې لپاره یوه ستره منبع ده، اوس ډکه شوې ده او باید پاکه شي تر څو اوبه په ځمکې کې د جذب توان ومومي
- د تر ځمکې لاندې اوبو د را ایتسلو لپاره هیڅ کوم مقررات نشته چې سپما یې کړي، هر شتمن پخپل سر خپلې څاګانې تر څه وخت وروسته ژوروي. دولتي تاسیسات خپله تر ټولو زیات د مقرراتو تر پښو لاندې کوونکی دي. د انټرکانتیننتال هوټل له خوشال مینې یو ستر پیپ اوب ۲۴ ساعته اوبه پمپ کوي، چې په خوشال مینه کې یې اوبه تر ۹۰ او ان سل متره کښته کړې دي او زر کیدی شي دا سیمه د استوګنې وړ نه وي.
د کابل ښار نفوس تر حد زیات شوی، اقتصادي فعالیتونه لکه سړکونه جوړول، له ترانسپورتي وسیلو، فابريکو، تعمیرونو، دفترونو او نورو څخه ګټه اخیستنه زیات ضایعات تولیدوي، خاوره او نباتي فرش یې له منځه وړي، د دې فعالیتونو او تولید شوو ضایعاتو سم مدیریت او پروسس نه کیږي.
له یوې خوا د وچکالیو او د اقلیم د بدلون له کبله سطحي اوبه بې وخته د سیلاوونو په توګه ضایع او کابل سیند او ښار کې د ګټې اخیستنې لپاره کمې، د واورې او باران د اوبو د جذب ساحه چې د غرونو لمنې دي تخریب او کورونه او سړکونه پکې جوړ دي، په ښاري ساحو کې د کروندو کموالی او د دې ساحو په کانکریټ او اسفالت بدلېدل او نور داسې لاملونه دي چې د واورې او باران د اوبو د بیا جذب امکانات ورځ تر بلې کموي. له بلې خوا، د خلکو د ژوند زیاتې اړتیاوې هم تر ځمکې لاندې اوبو پورې تړلې، هغه هم تر ټاکلې کچې د زیات راایستلو او ککړوالی تر تهدید لاندې، ټول کاریزونه او چینې وچ شوي او د اوبو سطحه ورځ تر بلې کښته روانه ده. د پورته یادو لاملونو له کبله د دې وړوکې ساحې ظرفیت نور مخ په ختمېدو دی.
د افغانستان په ښارونو په تېره د کابل په ښار کې کانا لیزیشن نشته، د کورونو د بدرفت څاګان، د کوڅو چټلې اوبه، د کابل په سیند کې ګند، د فابریکو، هوټلونو او دفترونو فاضله او کیمیاوی مواد او چټلو اوبو او نورو چټلیو جذب، د کابل په واټرشید، څنډو او یو شمیر کرنیزو سیمو کې په کرنه کې د کیمیاوي سرې کارونه او نور ټول د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو کې نایتریتونو، فاسپورس، میکروبونو، درنو فلزاتو، هایدروکاربنونو او چټلیو جذب ته لاره اواروي. نو دا او نور ټول ملوث کوونکی څیزونه د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبه د راز راز ککړتیاوو د جذبېدلو له تهدید سره مخ کوي. ستونزه داده کله چې یو ځل تر ځمکې لاندې اوبه ککړې شي بیا پاکول یې په عملي لحاظ ناشونی کار دی او ستر انساني ناورینونه رامنځته او تمدنونه له منځه وړي.
ویلای شو چې د کابل ښار تر ځمکې لاندې د اوبو کمیت او کیفیت، یا خوندیتوب او پاکوالي ته ستر ستر تهدیدونه رامنځته شوي دي. که زر تر زره د بې رویې، بې قانونه او بې مقرراتو را ایستلو لپاره اړین مقررات جوړ او پلي نه شي او د ککړېدا مخه یې و نه نېول شي دا حیاتي منبع به له لاسه ورکړو او ښار به له حتمي سقوط سره مخ شي. نو له همدې کبله، حکومت او کابل ښاریانو ته اړتیا ده چې دواملرونکو میتودونه وکاروي، دا حیاتي منبع مدیریت او د بیا چارج لارې یې اوارې کړي.
له ککړوالي څخه د ځمکې د اوبو ساتونکې پورتنۍ برخه په ځینو ځایونو کې لکه د کابل سیند په ځینو برخو او د ښار په ځینو عادي ساحو کې نرۍ، کمزورې او د جذب وړ ده او ککړتیاوې پکې نفوذ کولای شي، د ککړوالي د نفوذ او جذب بل ستر لامل او د تهدید ځایونه د بدرفت څاګانې دي چې هغوی هم دا ساتونکی قشر په ټول ښار کې سوری سوری کړی، د انساني فاضله موادو، لوګیو، نفتي موادو او نورو کیمیاوي موادو ککړوالی تر ځمکې لاندې اوبو ته رسوي.
نو هغه سیمه او واټرشید چې کابل ښار پکې پروت دی تر خپل ظرفیت په زیاته کچه تر فشارونو لاندې او که غمه یې و نه خوړل شي ورځ تر بلې حالت خراب او د ناورین کچې ته رسیږي. د نورو زیرمو تر څنګ د تر ځمکې اوبو حالت هم د ناورین تر کچې رسېدونکی دی او باید د ښو پالیسیو، مقرراتو، مدیریت او کلک هوډ او ژمنتیا یې مخه ونیول شي.
په ښاري سیمو کې د تر ځمکې لاندې اوبو ککړوالی
- له ځمکې څخه د ګټې اخیستنې فعالیتونه تر ډېره په ښاري سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو د ککړوالي لامل کیږي.
- تر ځمکې لاندې د اوبو ذخیرې هلته ککړیږي چې ملوث کوونکي مواد، افرازات، یا جذبیات په سمه توګه کنترول او پروسس نه شي، یا
- یدا څیزونه د ځمکې د خاورې د جذب له ظرفیت څخه زیات وي
د عامو ملوث کوونکو څیزونو سرچینې چې د تر ځمکې لاندې اوبه ککړوي.
د ککړوالي سرچینه | د ککړوالي ډول |
کرنیز فعالیتونه | نایتریتونه، امونیم، حشره وژونکی مواد، فیکل کالیفارم (د انسانی فاضله موادو باکتریاګانې)، |
په ځمکه ځای په ځای د بیت الخلاګانو شتون | نایتریتونه، فیکل کالیفارم (د انساني فاضله باکتریاګانې) |
د ډیزلو او پترولو پمپ ستشنونه، ګراجونه | بنزین، نور ارومټیک هایدروکاربنونه، فېنولونه |
د فاضله موادو تخلیه | امونیم، تیزاب، هلوجن لرونکي هایدروکاربنونه، درانه فلزات |
د کالو پاکول | ترایکلوروتیلین، تیتراکلوروتیلین |
د فاضله موادو (Sludge)تخلیه | نایتریتونه، ډول ډول هلوجن لرونکی هایدروکاربونونه، سرب، زینک |
د چرم پخولو کار | کرومیم، ډول ډول هلوجن لرونکي هایدروکاربونونه، فېنول |
د ترځمکې لاندې اوبو له خطر سره مخامختوب
له خطر سره د مخامخ کېدو کچه د اوبو په سر د شته جولوجیکی برخې څخه له طبیعي او ذاتي خواصو څخه عبارت ده چې تر بحث لاندې اکویفر (ترځمکې لاندې اوبو یوه ټاکلې برخه) باندې پرته ده.
په کابل ښار کې باید ټوله ساحه د تر ځمکې لاندې اوبو د خطر له کبله سروې او په نښه شي. تر ځمکې لاندې اوبو ته تهدید د لاندې څیزونو تابع دی:
- د اوبو په سر د پرتې جیولوجیکي برخې د خاورې پنډوالی او خاصیتونه
- د اوبو د سطحې ژوروالی
- د جذب سرعت، او نور
د خطرونو د ارزونې ډول ډول وسیلې شته چې ګټه ورڅخه اخیستل کېدای شي، د مثال په توګه DRASTIC او د PI میتودونه او نور کارول کېدای شي. هر څومره چې دا په سر برخه پنډه، د اوبو سطحه ټیټه وي او د جذب وړتیا یي کمه وي همدومره خوندي وي.
د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو مدیریت او ستونزې یې
- تاسو څنګه د میلیونو خلکو (بزګرانو، کورنیو، چارواکو، ادارو، خصوصي شرکتونو) سوچ بدلولی شی چې په کابل ښار کې د ترځمکې لاندې اوبو مدیریت او خوندیتوب یې په لاس کې دی؟
- تاسو څنګه د نیږدې پنځو میلیونو خلکو مرسته د هغې سرچینې لپاره یقیني کولئ شئ چې په سترګو یې نه شي لیدی؟
- تاسو څنګه د اړوندو خواوو ژمنتیا د اوږدمهال لپاره ساتلی شی کله چې پایلې ترلاسه کول په زیاتو کلونو کې نه شي لیدی؟
- تاسو یوه داسې سرچینه چې په اداري واحدونو پورې تړلې نه ده، څنګه خوندي او بیا چارج کولی شی؟
- تاسو څنګه د اوبو د نه ضایع کیدو او خوندیتوب تدبیرونه بنسټیز کولی شئ؟
د تر ځمکې لاندې اوبو د تلپاتې کېدو او دوام لپاره یو څو مدیریتي کلیدي اصول۱[i]
- د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو په کمښت، ککړوالي، مدیریتي چارو، د هغو په ستونزو او حل لارو یو ټولنیز بحث په هره کوڅه، ګوزر، ناحیه، ټول ښار، د کابل په شاوخوا کرنیزو ځمکو، د غرونو او غونډیو په مخ د رامنځته شوو ښارګوټو له اوسیدونکو او مدیرانو سره او نورو سره یو بحث.
- د کابل ښار لپاره باید د ځمکې د تلپاتې ګټې اخیستنې پلان (Sustainable Land Use Planning) میتود په کار اچول. په دې ډول د ښار لپار یو ستراټېژیک پلان باید رامنځته شي، له پخواني پلانه هم ګټه واخیستل شی، چې د کابل د سیمې د طبیعي جوړښت له کبله پرمختیایي کارونه په ځمکه پلان او پلی شي. د مثال په توګه، په هغو ځایونو کې چې د ځمکې لاندې اوبو سترې ذخیرې دي صنعتي پارکونو، لوړپوړیو تعمیرونو او د بدرفت څا ګانو او نورو ورته کارونو ته اجازه ورنه کړل شي.
- عرضې او تقاضا دواړو ته پوره پاملرنه
- د تقاضا په مدیریت کې، له اقتصادي او غیر اقتصادي وسیلو (د لایسنس ورکول، د کم مصرف لپاره تشویقي وسیلې په پام کې نیول، عامه پوهاوی، د وړتیاوو لوړول، د نباتاتو په انتخاب کې بدلون، او نور).
- په عمومي کچه د اوبو د زیرمو تلپاتې توب او ساتنې ته پام کول.
د اوبو د زیرمو هر اړخیز مدیریت (Integrated Water Resources Management, IWRM)یا په همغږۍ سره د لاندې څیزونو انکشاف او مدیریت وکړو:
- ځمکه او اوبه
- سطحي او ترځمکې لاندې اوبه
- دریایي حوضه
- د پورته او کښته ګټه اخیستونکو او میشتو خلکو غوښتنې په پام کې نیول
باید په یاد وساتو چې په هر اړخیزه مدیریت کې د اوبو د زیرمو راز راز کارونې یو په بل پورې تړاو لري، که په یوه اړخ کې کوم سم کار کوو په نورو خواوو هم ښه اغیزه کوي او که په یوه مسله کې بې غوري او یا ورانۍ کوو په نورو خواوو هم بده اغیزه کوي.
باید هېر نه کړو چې که غواړو تر ځمکې لاندې اوبه مو تلپاتې او داوم لرونکې منبع وي نو د ایستلو او بیا جذب کچه باید مساوي وي. په دې معنی یوازې هومره اوبه وباسو چې سطحي اوبو، باران او یا واورې څخه و منبع ته ورجذب او چارج کیږي. نو که مو د ایستلو کچه لوړیږي نو باید د واورې او باران اوبو د جذب ځایونه هم خوندي او زیات کړو لکه د غرو لمنې هم له تخریب، ساختمانونو او سړکونو جوړولو څخه وساتو او هم په مصنوعي ډول سطحي اوبه په جذبي څاګانو کې ور داخلې او جذب کړو.
د هیواد د ټولو ښارونو او په تېره بیا د کابل ښار لپاره په کار دي چې، د ګټې اخیستنې او استعمال لپاره یې قوانین او مقررات جوړ او په کلکه پلي شي. د تر ځمکې لاندې اوبو په هکله عامه پوهاوی زیات شي، د نظارت او ارزونې یو دواملرونکی سیستم ورته جوړ او پلی شي او همدارنګه اړتیا ده چې په ښارونو کې د ځمکې څخه د ګټې اخیستنې محدودیتونه رامنځته شي تر څو د ډول ډول سیالي کوونکو استفاده کوونکو ګټې انډول شي.
د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو د مدیریت ستراتیژي
- هایدرولوجیکي څیړنې
- د ترځمکې لاندې اوبو بلانس
- د زیرمو ارزونه
- د ترځمکې لاندې اوبو مودل جوړول
- د ترځمکې لاندې اوبو د کیفیت ارزونه
- د ککړتیاوو سرچینې وپېژندل شي
- د ساحو د خطر د معروضیت ارزونه، او په نښه کول یې
- د ترځمکې لاندې اوبو مالوماتي سیستم
- د هغو ځایونو چې خلک اوبه اخلي داتابس
- د GIS / نقشې تیارول
- ریموټ سینسنګ
- د ځمکې د استعمال په هکله مالومات
- د ځمکې لاندې اوبو د پوښښ خاصیتونه او جیولوجیکي جوړښتونه
- د تر ځمکې لاندې اوبو د مدیریت ستراتیژي جوړول
- بیا کتنه
- مشورتي پروسه
- د ساحو لپاره حفاظتي پلان
- د مدیریت لارښود
همدارنګه، دا لاندې کارونه هم د ځمکې لاندې اوبو د ککړوالي څخه د مخنیوي، د تر ځمکې لاندې د زیاتوالي او ښه مدیریت لپاره اړین بلل کیږي:
- د عامه څاګانو د اوبو اخیستلو د ساحې (Recharge Area) حفاظت
- د ښار لپاره د تر ځمکې لاندې اوبو لپاره د یوه هر اړخیزه پلان وده او پلي کول
- په عامه پوهاوي او د مالوماتو په شریکولو زیات تاکید باید وشي او د یوه منظم پروګرام له مخې پلي شي.
- په کرنه کې د کیمیاوي سرو زیاته او بې رویې کارونه تر ځمکې لاندې اوبو لپاره زیات مضر کېدای شی او کیمیاوي سرې باید د ځانګړو مقرراتو او په خورا احتیاط له مخې وکارول شي.
- د نایتریت زېرمې، چې تر ډېره له انساني فاضله موادو پیدا کېږي، د تر ځمکې لاندې اوبو په ککړولو ستره ونډه لري.
- د تر ځمکې لاندې اوسنیو شته اوبو د همغږي او کمپیوترایز کولو ته باید زیاته پاملرنه وشي.
- د خطرناکو فاضله موادو تولید او بې اغیزې کول او ځای ته رسول هم خورا مهم دي.
- د حشرو وژونکو دواوو سمه کارونه په کرنه، مالدارۍ او هم د عامې روغتیا لپاره هم مهم دي، او
- د شخصي څاګانو کیندلو ته اجازه ورکول بله ستره موضوع ده چې باید په احتیاط او د ځانګړو مقرراتو له مخې په رڼه توګه وشي.
- د یوه منظم پلان له مخې هغه کارونه پلان او پلي شي، چې د ځمکې د اوبو بیا تغذیه، بیا چارج کولو سره مرسته وکړي، د مثال په توګه د کورونو، دولتي ادارو، فابریکو، ښوونځیو، پوهنتونو، عسکري قشلو، هوټلونو او رستورانونو، روغتونونو او نورو ساحو کې د بامونو اوبه راټولې او په انګړ کې یې د جذب لاره اواره شي. په دې هکله سکتور خصوصي ته لاره اواره شي او ورسره مرسته وشي.
- د کابل سیند له خاورو او خټو پاک شي تر څو ورنه دواړو خواوو ته په ځمکه کې د اوبو د جذب امکانات برابر شي. خو دا کار کارپوهانو ته اړتیا لري چې مطالعې وکړي او مناسبې لارې په ګوته کړي.
- په کابل کې کارپوه شرکتونو په مرسته د ننۍ تکنالوژۍ په مرسته د یوه پلان له مخې د جذب په څاګانو کې د اوبو پمپ کول تر څو په ځمکه کې جذب شي، دا کار پخوا پیل شوی و، خو د درغلیو او نه پاملرنې له کبله یې نتیجه ورنه کړه.
- د للندر به بند باندې باید کار وشي، تر څو د کابل ښار ځینو ناحیو ته د څښاک اوبه برابرې کړي، او همدارنګه د کابل سیند لپاره د چاپیریال ساتنې لپاره یو مقدار اوبه پکې تل روانې وي
- د کابل سیند د ککړوالي د مخنیوي لپاره یو پلان جوړ او پلی شي
- د کابل په واټرشید کې د پغمان له غرو نیولي، د کوه قروغ، د چاردهي له غرونو، د خیرخانې څخه تر خواجه رواشه پورې د غرو له سرونو تر تنګ غارو پورې او ورسره د ټولو درو لکه لوګر او نورو د واټرشید مدیریت تر لاس لاندې ونیول شي، تر څو د شاوخوا غرونو نباتي فرش یې بیا راوټوکیږي، د خاورو تخریب یې بند شي، دا کار به مرسته وکړي، چې د باران اوبه په کراره په ځمکه کې جزب شي او له سیمې بهر نه شي.
- د کابل ښار په شاوخوا غونډیو او غرونو کې د ژورو ځایونو جوړولو او په شاوخوا کې یې د مناسبو بوټو او نیالانو کینولو په مرسته، د باران د اوبو راټولو پروژه باید بیا فعاله شي د کابل ښاروالۍ او د کرنې وزارت په ګډه همکارۍ سره باید په اوږدمهاله پروژه بدله شي.
- په پورته پروژه کې د کار موندنې زیات امکانات شته. زیاتې کونډې ښځې کولی شي، قوریې په خپلو کلیو او کورونو کې جوړې او نیالونه تولید کړي، زیات بېوزله خلک په دې پورته کار کې د غنمو یا پیسو په مقابل کې کار کولی شي.
حکومتي اداره باید د ځمکې لاندې اوبو د ښه مدیریت او ساتنې لپاره د اوبو د کیفیت ستندردونه رامنځته کړي، د تر ځمکې لاندې اوبو د مانیټورینګ (نظارت) لپاره مقررات رامنځته کړي، د لابراتوارونو سرټیفیکشن سیستم رامنځته، د هغو ساحو لپاره چې فاضله مواد پکې خالي کیږي پیسې بیلې او زیات نور نوي مقررا رامنځته او په کلک هوډ سره پلي کړي.
د کابل ښار تر ځمکې لاندې هایدرولوجیکي جوړښت باید په کمپیوترایز شوي د (GIS) سیستم کې ځای په ځای شي او د اړوندو ادارو په واک کې ورکړل شي. د GIS تکنالوجي به ساینس پوهانو او منجرانو ته دا اسانتیا برابره کړي چې د تر ځمکې لاندې اوبو د کیفیت، جریان، د ځمکې کارونه (د ممکنه ککړتیاوو زیرمې)، خاورې، او تر ځمکې لاندې موادو اړیکه و ارزوي تر څو د مدیریت تګلارې یې سمې چاڼ او تر ټولو اغیزمنې شي.
[i] په دې برخه کې یوازې ځینو بنسټیزو اصولو ته شاره کوو او باید ووایو چې یو د دې مسلو خپله اوږده بحث ته اړتیا لري چې په یوه مقاله کې یې ځایول ممکن نه دي.