یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد اسلام اباد د سره جومات او حفصه مدرسې عملیات د سلګونو...

د اسلام اباد د سره جومات او حفصه مدرسې عملیات د سلګونو کسانو په وژلو پای ته ورسېدل

تاند(شنبه، د سرطان ۲۱) د پاکستان په زړه اسلام اباد کې په مشهورلال مسجد (سره جومات) او د جامعه حفصه په نامه د نجونو په یوه لویه مدرسه د پاکستان د پوځ د برید د پیل ۱۵ کاله پوره شول.

د پاکستان د پوځ او استخباراتو څو واحدونو په ګډه د ۲۰۰۷ کال د جولای په ۳مه د هېواد د پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف په امر په حفصه مدرسه او سره جومات باندې برید وکړ چې د جولای په ۱۱مه د سلګونو بې ګناه خلکو په وژل کېدو، د جومات او مدرسې په ورانېدو سره پای ته ورسېد.

پاکستان دغه عملیات د خپل هېواد د حکومت او پوځ بریالیتوب، او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دا د پاکستان د حکومت له خوا یو مسؤلانه اقدام وباله.

ویل کیږي چې د پاکستان پوځ د دغو او په سیمه کې د دې ته ورته عملیاتو په بدل کې له نړۍ وال ائتلاف او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو څخه په میلیاردونو ډالر ترلاسه کړل.

د لیکلو اسنادو په اساس، د سره جومات او حفصه مدرسې په عملیاتو کې یو طرف ته د دیني علومو نارینه او ښځینه زده کوونکو او بل طرف ته د پاکستان پوځ، د ځانګړیو خدمتونو ګروپ (اېس اېس جي)، د پاکستان نیمه نظامي ځواک (پاکستان پارا میلیټري)، پنجاب رینجرز او نورو برخه لرله.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، د مدرسې او جومات له اړخه د عملیاتو مشري عبدالرشید او عبدالعزیز کوله او د پاکستان د پوځي څانګې د عملیاتو مشري د ډګرمن هارون الاسلام پر غاړه وه.

په انټرنټ خپاره شوي معلومات په ګوته کوي چې، د مدرسې له اړخه په دې عملیاتو کې ۱۳۰۰ زده کوونکیو او ۱۰۰ وسله والو کسانو برخه لرله، او د پاکستان د حکومت له اړخه ۶۰۰۰ عسکرو او رینجرو، ۱۶۴ د ځانګړیو خدمتونو د ګروپ کومانډویانو برخه لرله چې د هوایي ځواک له خوا په بمبار سره یې ملاتړ کېده.

خو د پاکستان د چارو یو شمېر پوهان او عام پاکستانیان په دې باور دي چې مدرسې ته وسلې او نظامي توکي پخپله د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارو دننه کړي وو او غوښتل یې چې د دیني علومو د مرکز نوم پرې بد کړي، که نه په دغه مرکز کې چې د هېواد د پوځي استخباراتو له مرکز سره نژدې پروت دی او وخت په وخت د استخباراتو کسان د لمانځه کولو لپاره ورتلل، په پلازمېنه کې د ۱۰۰ اورپکو د ځای پر ځای کېدلو خبره له حقیقت نه لیرې ده.‌

د پاکستان د رسمي ارقامو په اساس، په جنګ کې ۸۴ د دیني علومو ښځینه زده کوونکې ووژل شوې او ۵۰ ونیول شوې او د پوځ له خوا ۱۱ تنه ووژل شول او ۴۴ ټپیان شول، او د دې تر څنګه ۱۴ ملکي کسان ووژل شول او ۲۰۴ نور ټپیان شول، خو د پاکستان د خیریه چارو یوه مشر فعال عبدالستار ایدهي د دغه هېواد جیو تلویزیون سره په مرکه کې دا ارقام دروغ وبلل او ویې ویل چې د زده کوونکیو د تدفین لپاره له ۵۰۰ څخه ډېر تابوتونه یوازې له ایدهي فاونډېشن څخه وړل شوي دي.

داسې ادعاوې هم کېږي چې د پاکستان پوځي ادارو په یاده مدرسه او جومات کې وژونکی ګاز خوشې کړ او ډېرو برخو ته یې اور ورته کړ چې یو شمېر کسان په کې ژوندي وسوزېدل.

نور وایي چې پاکستاني عسکرو د حفصه مدرسې په محجوبو او مستورو نجونو باندې د انتقامي چلند په لړ کې جنسي تېري وکړل، خو دا ادعا د خپلواکو سرچینو له خوا رد یا تایید شوې نه ده.

ویل کیږي چې د حفصې او سره جومات فعالانو په پاکستان کې د انګریزي قانون پر ځای د الهی شریعت د نفاذ غوښتنه کوله خو پاکستاني مقامات یې منلو ته تیار نه ول او دا یې غوره وبلله چې دغه مرکز له انسانانو سره یو ځای له بېخه ونړوي.

سور جومات (لال مسجد) په ۱۹۶۵ کال کې د محمد عبدالله غازی له خوا جوړ شوی او د جومات د دېوالونو د رنګ په حساب د سره جومات په نامه یادېده.

په انټرنټ خپاره شوي اسناد ښیي چې دغه جومات د شوروي – افغان جګړې په کالونو کې د جهادي روزنې مرکز وو. له همدې امله د پاکستان د پوځ او حکومت له خوا نازول کېده، او د پاکستان د پوځ مشر ضیاءالحق به چې وروسته د دغه هېواد ولسمشر شو له عبدالله سره نژدې اړیکې پاللې.

ویل کیږي چې د افغان – شوروي له جګړې څخه وروسته هم په دغه مرکز کې د جهاد او شریعت په هکله بحثونه او فعالیتونه کېدل چې له امله یې مولانا عبدالله په ۱۹۹۸ کې په جومات کې دننه ووژل شو او د کمپلېکس واک یې زامنو عبدالعزیز او عبدالرشید په لاس کې واخیست خو په ۲۰۰۷ کې د پاکستان پوځ هر څه وران ویجاړ کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب