یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسېل د غزني د فوټبال لوبغالی ویجاړ کړ

سېل د غزني د فوټبال لوبغالی ویجاړ کړ

تاند(دوشنبه، د سرطان ۲۰ مه) په غزني کې وروستي سېل یو لوبغالی، چې په نژدې یو میلیون ډالرو جوړ شوی و، ویجاړ کړ.

د غزني ولایت د فوټبال فدراسیون ريیس شمس الدین عظیمي نن وویل، د سېل له کبله د غزني د فوټبال مصنوعي چمن، د نندارچیانو د ناستې ځای او شاوخوا شنه ځایونه ویجاړ کړي دي.

د ښاغلي عظیمي په وینا د دې لوبغالي پر مصنوعي چمن، د نندارچیانو د ناستې پر زینو یا ځای ۸۵۰ زره امریکايي ډالر لګول شوي وو.

عظیمي په کابل کې د المپیک له کمېټې او په ځانګړي ډول د فوټبال له نړیوال فدراسیونه وغوښتل  چې د دغه لوبغالي په بیا جوړولو کې مرسته وکړي.

دا لوبغالی د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال د فوټبال د نړیوال فدراسیون په مالي مرسته جوړ شوی و.

د غزني لوبغالی په افغانستان کې یو له پنځو لوبغالو څخه و چې د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا په افغانستان کې جوړ کړی دی.

په غزني کې سېل په داسې وخت کې راغی او له کبله یې دا لوبغالی ویجاړ شو چې په دغه ولایت کې د غوره لیګ او د لومړی درجه لوبډلو یا الف لیګ سیالۍ روانې وې خو د لوبغالي د خرابېدو له کبله دا سیالۍ نیمګړې پاتې شوې.

په غزني کې وروستیو ورښتونو او په نتیجه کې یې سیلونو په ځانګړي ډول د غزني ښار په شاوخوا کې ډېر تاوانونه اړولي دي.

راپورونه وايي چې په دې ولایت کې ۵ تنه د سیل له امله مړه شوي او ۲ تنه نور ژوبل شوي دي. دغه راز سلګونه کورونه بشپړ یا تر ډېره نړېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب