یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهیوې څېړنې په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو له جنګي جنایتونو پرده...

یوې څېړنې په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو له جنګي جنایتونو پرده پورته کړه

تاند(سې شنبه، د سرطان ۲۱ مه) د بي بي سي د نړیوال سرویس څېړنې، چې د شنبې په ورځ په یوه خپرونه کې خپرې شوې، ښيي چې د بریتانیا د هوايي ځواک د ځانګړو جزوتامونو کومانډو د ۱۳۸۹ له مني څخه د ۱۳۹۰ تر دوبي پورې په هلمند ولایت کې ۵۴ ملکي وګړي له قانوني مقرراتو او اصولو پرته وژلي دي، خو د بریتانیا پوځ حقیقت پټ کړی و.

د بي بي سي د پانوراما پروګرام د څیړنو د پایلې پر اساس، بریتانیايي پوځیانو هغه افغان سړي او زلمکي چې فکر یې کاوه عمرونه یې جګړې ته مناسب دي، په بېلابېلو ماموریتونو کې په مشکوک ډول خو په ورته ډول وژلي دي.

بي بي سي ویلي چې دا تحقیقات یې د محکمو، ایمیلونو او افغانستان ته د لېږلو خبریالانو د لیدنو – کتنو او پلټنو پر اساس کړي دي. دې تلویزیوني چاینل د بریتانیايي پوځیانو عمل جنګي جنایت ته ورته بللی دی.

د څېړنې له مخې، د بریتانیا د هوايي ځواک د ځانګړي جزوتام جګپوړي صاحب منصبان په هماغه مهال د ډېر شمېر افغانانو پر وژل کېدو حیران شوي وو او د خپلو پوځیانو دلایل ورته منطقي نه ښکاریېدل.

په څېړنه کې ویل شوي چې بریتانیايي ځواکونو ته څو ځلي د خپلو صاحب منصبانو له لوري خبرداري هم ورکړل شول.

خو له دې سره سره جګپوړو افسرانو د پوځ په داخل کې د ځانګړو ځواکونو په اړه

د خپل شک خبر مطرح نه کړ چې وڅېړل شي.

د بي بي سي پر اساس، له یادو کلونو وروسته د هوايي ځواک د ځانګړي جزوتام د کومانډو په وسیله د څه باندې ۶۰۰ سرغړونو په باب د بریتانیا د پوځي پولیسو له لوري څېړنې پیل شوې خو بې له دې چې نتیجه یې څرګنده شي، دوسیه وتړل شوه.

ډګروال اولیور لې، چې په ۱۳۹۰ لمریز کال په افغانستان کې د بریتانیايي ځواکونو قوماندان و، د بي بي سي پانوراما خپرونې ته وویل چې په داسي بوږنوونکې موضوع خبرې کېږي چې باید په اړه یې بشپړې څېړنې شوې وای.

د بریتانیا دفاع وزارت د دغو څېړنو په ځواب کې ویلي چې مخکې څېړنې شوي او له هغه وروسته نوي اسناد نه دي وړاندې شوي، خو که تازه اسناد او شواهد وړاندې شي، غور به پرې وکړي.

2 COMMENTS

  1. زما په نظر نړیواله محکمه، بشرحقوق سازمان، ملګری ملتونه غړی، امنیت شورا غړی، د ماشومانو د خوندیتوب سازمان باید افغانستان ته راشی او دلته لدی ولسه پوښتنه وکړی چی پدی ۴۵ کلنه او ۲۰ کلنه جګړه پاکستان، ایران، امریکا، برتانیه، روسیی څومره ظلمونه او جرمونه کړی ترڅو نړی پوه شی چی په رښتیا ټولی نړی په ځانګړی توګه امریکا، برتانیه، پاکستان له افغانستان زیاد ظلمونه کړی دا چی اوس نړیوال پټه خوله دی او ټوله ورځ د اکراین په هکله پوښتنه کوی او غمخوار ځانونه معرفی کوی په اصل کی دا ټول درواغ دی ځکه دوی پدی ۴۵ کلنه او ۲۰ کلنه جګړی د افغانستان ځانونه نړیوالو ته ورښوده چی امریکا څه کوی دا بشری جنایت دی مګر نړیوال ترینه پوښتنه نشی کولی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب