جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه هرات کې ۴۰ تنه په کانګو ناروغۍ اخته شوي دي

په هرات کې ۴۰ تنه په کانګو ناروغۍ اخته شوي دي

خبریال: جبارحېل

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي وايي، په دغه ولایت کې د کانګو ناروغۍ له امله پنځه ښځې او څلور نارینه مړه شوي دي.

جلالي وويل چې د تېر کال په پرتله سږ کال د دې ناروغۍ پېښې زياتې شوې دي.
د جلالي په وينا، ښايي د لوى اختر په ورځو کې په هرات کې د کانګو ناروغۍ پېښې نورې زياتې شي.

د تېر کال د شمېرو له مخې په هرات کې د بواسير تبې ۴۰ پېښې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې د روان کال په تېرو څلورو مياشتو کې همدومره پېښې ثبت شوې وې.

روغتيايي چارواکي وايي، دا چې د کانګو ناروغي له څارويو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي، نو د مخنيوي لپاره يې بايد په لومړي ګام کې له څارويو سره تماس کم شي.

دوی وايي چې د دې ناروغۍ د خطرونو په اړه خلکو ته خبر ورکول او پر څارویو د درملو سپرې کول د دې ویروس د مخنیوي د لارو چارو برخه ده.

په همدې جال کې په تېرو څو ورخو کې په هلمند او زابل ولایتونو کې سلګونه تنه په کولرا اخته شوي دي.

د کولرا تر ټولو ډېرې پېښې د هلمند په باغران ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.

د هلمند ولایت په باغران ولسوالي کې ۵۹۰ تنه په کولرا اخته شوي او لږ تر لږه ۲۰ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...