دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو د جنایتونو...

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو د جنایتونو په اړه د تحقیق غوښتنه وکړه

تاند(سې شنبه، د سرطان ۲۱ مه) د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انترنشنل په افغانستان کې د بریتانیايي پوخیانو له لوري د جنګي جنایتونو د ادعاوو په اړه د فوري څېړنو غوښتنه وکړه.

د بي بي سي د نړیوال سرویس څېړنې، چې د شنبې په ورځ په یوه خپرونه کې خپرې شوې، ښيي چې د بریتانیا د هوايي ځواک د ځانګړو جزوتامونو کومانډو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ ترمنځ (۱۳۸۹ له مني څخه د ۱۳۹۰ تر دوبي پورې) په هلمند ولایت کې ۵۴ ملکي وګړي له قانوني مقرراتو او اصولو پرته وژلي دي، خو د بریتانیا پوځ حقیقت پټ کړی و.

د بي بي سي د پانوراما پروګرام د څیړنو د پایلې پر اساس، بریتانیايي پوځیانو هغه افغان سړي او زلمکي چې فکر یې کاوه عمرونه یې جګړې ته مناسب دي، په بېلابېلو ماموریتونو کې په مشکوک ډول خو په ورته ډول وژلي دي.

دا راپور چې د څلور کلنو څېړنو وروسته خپور شوی وايي، په ځینو مواردو کې له ولسي خلکو څخه د وسلې په زور اعتراف اخیستل شوی دی.

د بخښنې د نړیوال سازمان، چې مرکز یې په لندن کې دی، د جنوبي اسیا څېړونکي زمان سلطاني د بي بي سي د راپور له خپرېدو وروسته وویل:

«د بحښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو خلاف د لګولو شویو تورونو په اړه د اغېزمنو او رڼو څېړنو غوښتنه کوي څو قربانیانو په برخه کې عدالت په ځای شي او د جنایت له عاملانو سره حساب وشي.»

بي بي سي ویلي چې دا تحقیقات یې د محکمو، ایمیلونو او افغانستان ته د لېږلو خبریالانو د لیدنو – کتنو او پلټنو پر اساس کړي دي. دې تلویزیوني چاینل د بریتانیايي پوځیانو عمل جنګي جنایت ته ورته بللی دی.

د څېړنې له مخې، د بریتانیا د هوايي ځواک د ځانګړي جزوتام جګپوړي صاحب منصبان په هماغه مهال د ډېر شمېر افغانانو پر وژل کېدو حیران شوي وو او د خپلو پوځیانو دلایل ورته منطقي نه ښکاریېدل.

په څېړنه کې ویل شوي چې بریتانیايي ځواکونو ته څو ځلي د خپلو صاحب منصبانو له لوري خبرداري هم ورکړل شول.

خو له دې سره سره جګپوړو افسرانو د پوځ په داخل کې د ځانګړو ځواکونو په اړه د خپل شک خبر مطرح نه کړ چې وڅېړل شي.

جنرال مارک کارلیټن سمیت، چې هغه مهال په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو قومندان و، له دې وژنو خبر کړی شوی و خو د بي بي سي د راپور پله مخې هغه نه و توانېدلی چې په دې اړه د بریتانیا پوځي پولیسو ته راپور ورکړي.

کارلیټن سمېت چې تېره میاشت د بریتانیا له پوځ ګوښه شو، په دې اړه د نظر له څرګندولو ډه ډه کړې.

په راپور کې وړاندې ویل شوي، د بریتانیا د قوانینو په اساس، د پوځي پولیسو عمومي قومندان له خبرولو پرته، د پوځي عملیاتو ترسره کول جنايي سړغړونه بلل کېږي.

د بي بي سي پر اساس، له یادو کلونو وروسته د هوايي ځواک د ځانګړي جزوتام د کومانډو په وسیله د څه باندې ۶۰۰ سرغړونو په باب د بریتانیا د پوځي پولیسو له لوري څېړنې پیل شوې خو بې له دې چې نتیجه یې څرګنده شي، دوسیه وتړل شوه.

ډګروال اولیور لې، چې په ۱۳۹۰ لمریز کال په افغانستان کې د بریتانیايي ځواکونو قوماندان و، د بي بي سي پانوراما خپرونې ته وویل چې په داسي بوږنوونکې موضوع خبرې کېږي چې باید په اړه یې بشپړې څېړنې شوې وای.

د بریتانیا دفاع وزارت د دغو څېړنو په ځواب کې ویلي چې مخکې څېړنې شوي او له هغه وروسته نوي اسناد نه دي وړاندې شوي، خو که تازه اسناد او شواهد وړاندې شي، غور به پرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب