Homeخبرونهد م.م ځانګړې غونډه؛ افغان ښځې هغسې ځپل کیږي ، چې سابقه...

د م.م ځانګړې غونډه؛ افغان ښځې هغسې ځپل کیږي ، چې سابقه او تجربه یې نړۍ کې نشته

تاند( شنبه ، د سرطان یوولسمه )‌‏‏ د ملګرو ملتونو سازمان تېره شپه د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه کړې ده.

په دې غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت او په ځانګړي ډول د ښځو حالت د اندیښنې وړ ګڼلی دی.

دوی ویلي ، چې په افغانستان کې د ښځو ځپل او پر ضد ېې د سياستونو وضع کول په نړۍ کې بېساري دي او کله نه دي تجربه شوي.

د غونډې ګډونوالو له طالبانو غوښتي ، چې په دې اړه نړیوالو سره خپلې کړې ژمنې عملي او ورباندې ودریږي.

طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی ، خو مخکې یې د ښځو پر وړاندې د خپل سياستونو دفاع کړې او پر خپل ضد تورونه ېې رد کړي دي.

د طالبانو ادعا شوی مشر ملا هبت الله اخندزاده ، پرون په کابل کې د ملایانو غونډې ته ويلي، چې که اټوم بم هم پرې وکاروي ، دوی به ېې مشورې ونه مني.

1 COMMENT

  1. دی کثیف غلام خبیث الله او دده کثیفه شاوخوا سره د نورو تښتیدلو کثیفو غلامانو همیش غوری پرشی کړی دی اما کله چی باداران امر پر وکړی نو بیا په منډو ارګ خوشۍ کوی ، اجنبیان دی خائنو باندی هم ملت وژنی او هم پاتی ملت ئی د لوږی او بدبختی سره مخامخ کړ ۍ دی او د افغانستان خاوری تمامیت او استقلال ددی کثیفو وطن خرڅوونکیو په وسیله په سوالیی کښی اچولۍ دی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...